د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کمانډو د قول اردو په دروازه کې ځانمرګي برید ۴ سرتېري وژلي او ۳ تنه نور یې ټپيان کړي دي.
دغه وزارت په هغه اعلامیه کې چې رسنیو ته استولې ویلي، یو انتحاري حمله کوونکي له بمونو ډک مرسډس موټر ته په "ریشخور" سیمه کې د کمانډو د قول د دروازې مخ ته چاودنه ورکړې ده.
ریشخور د کابل سوېل ته په چهاراسیاب ولسوالۍ کې پروت دی.
اعلامیه طالبانو ته له مشخصې اشارې پرته زیاتوي، له دې امله چې په دې وروستیو کې "ترورېستي ډلو" د جګړې په ډګر کې لویه ماته خوړلې او زیاتې سیمې له لاسه ورکوي، په "ترورېستي بریدونو لاس پورې کوي".
وسلهوالو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی دی.
دا له امریکا سره د سولې د خبرو له لغوه کېدو وروسته په کابل کې د طالبانو لومړی ځانمرګی برید دی.
ولسمشر ډونالد ټرمپ د کابل ښار په شش درک سیمه کې د طالبانو د پنجشنبې د ورځې تر ځانمرګي برید وروسته په یوه بېړني اقدام کې د شنبې په شپه د طالبانو له مشرانو سره لیدنه لغوه کړه او په دوحه کې یې د سولې خبرې ودرولې. د تېرې پنجشنبې ورځې په دغه برید کې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول.
په پام کې وه ښاغلی ټرمپ د یکشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر په استراحت ځای یا کمپ ډېوېډ کې د طالبانو له مهمو مشرانو او همداراز له ولسمشر اشرف غني سره وویني.
د افغانستان حکومت د ولسمشر ټرمپ د دې اقدام ستاینه وکړه او ویېویل چې سوله له اوربند پرته امکان نهلري.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد شااوخوا نهه میاشتې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالب استازو سره مذاکرات وکړل او په اصولو کې د افغانستان د کړکېچ پای ته رسولو لپاره پر یوه توافق هم سره سلا شول.
د افغانستان دفاع وزارت وايي یو انتحاري حمله کوونکي له بمونو ډک مرسډیز موټر ته په "ریشخور" سیمه کې د کمانډو د قول د دروازې مخ ته چاودنه ورکړې ده. ریشخور د کابل سوېل ته په چهاراسیاب ولسوالۍ کې پروت دی.
د دغه وزارت د اعلامیې په اساس، په دغې چاودنه کې ۴ سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي. وسلهوالو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ د ریشخور په مربوطاتو د ملي اردو د کمانډو د نظام قراول مخ ته د نن له غرمې وروسته چاودنه، ځانمرګی برید و.