د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۹ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۰۶

د حج او اوقافو وزارت سرپرست او ملا تره‌خېل محمدي قضیه لویې څارنوالۍ ته رسېدلې


د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند وایي، پر ملا تره‌خېل محمدي د حج او اوقافو وزارت سرپرست ادعا به په جدي ډول وڅېړل شي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ چارواکي وایی، د حج او اوقافو د سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم منیب او د ولسي جرګې د پخواني غړي ملا تره‌خېل محمدي ترمنځ د شوې لانجې دوسیه دوی ته رسېدلې ده.

ښاغلي منیب ویلي چې تېره جمعه د ارګ په جومات کې ښاغلي محمدي او د هغه وروڼو ورته سپکاوی کړی او فزیکي حمله‌یې پرې کړې ده.

تېره اوونۍ د افغانستان جمهوري ریاست د دغې موضوع د څېړلو لپاره یو پلاوی وټاکه.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وایي، دا موضوع به په جدي ډول وڅېړل شي.

بل‌خوا د ولسي جرګې پخوانی غړی ملا تره‌خېل ادعا کوي چې د حج او اوقافو وزارت سرپرست په خپل دفتر کې د دوی یو شمېر علماوو او مؤکلینو ته سپکاوی کړی، خو اتهام‌یې پر ده لګوي.

ښاغلي تره‌خېل ازادي راډیو ته وویل: "زموږ له لوري هغه نه‌دی بې‌اب شوی، خو وزیر باید هغو ته ځواب ورکړي چې سپکاوی یې ورته کړی. دی باید محاکمه شي."

ملا تره‌خېل محمدي د ولسي جرګې په ۱۶مه دوره کې د کابل د خلکو استازی او د دغې جرګې د ۱۷مې دورې نوماند و چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د غیر مسؤله وسله‌والو کسانو د درلودو په تور له لېست نه حذف کړ.

XS
SM
MD
LG