د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

ګلوبل پوسټ: د طالبانو نهایي هدف دا دی چې افغان حکومت په زور وپرځوي


یو شمېر امریکايي ورځپاڼې (د ارشیف انځور)
یو شمېر امریکايي ورځپاڼې (د ارشیف انځور)
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز د امریکا او طالبانو د سولې د خبرو د لغوه کېدو په اړه د یو شمېر افغانانو څرګندونې خپرې کړې دي.

ورځپاڼه لیکي، اکثر افغانانو ته دغه ۱۰ میاشتنۍ خبرې ناڅاپه لغوه شوې نه‌ښکاري.

د ورځپاڼې په باور هغه څه چې افغانان‌یې حیرانه کړل دا و چې یوه برید او په‌کې د یوه امریکایي پوځي وژلو دا خبرې ختمې کړې، خو روان کال تر دې مخکې په زرګونه افغانان وژل شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د کابل په شش درک سیمه کې د طالبانو تر موټربم برید وروسته چې یو امریکایی، یو رومانیایی او ۱۰ ملکي افغانان‌یې ووژل له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې او د افغانستان او طالبانو له مشرانو سره‌یې په کمپ ډېوېډ کې لیدنه کتنه لغوه کړه.

ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ په ټویټر کې ولیکل، کله چې طالبان د سولې د ډېرو مهمو خبرو پر مهال اوربند نه‌مني او حتی ۱۲ بې‌ګناه کسان وژني، نو ښایي دوی د یوه معنی‌داره هوکړه‌لیک د پلي کېدو واک ونه‌لري.

نیویارک ټایمز وړاندې د پوهنتون د استادې شهلا فرید خبرې رااخیستې دي چې وایي، د امریکا او طالبانو خبرې کله هم د افغانستان د خلکو په ګټه نه‌وې.

  • ګلوبل پوسټ

د لوېدیځ بله خپرونه ګلوبل پوسټ لیکي، د طالبانو نهایي هدف دا دی چې افغان حکومت په زور وپرځوي او خپل حکومت جوړ کړي.

خپرونه لیکي طالبان غواړي چې هم له جګړې هم د سولې له خبرو ګټه ترلاسه کړي او خپل هدف ته ځان ورسوي.

د ګلوبل پوسټ په خپره کړې مقاله کې بیا راغلي دي چې طالبان له فکري پلوه د جګړې طرفدار دي د دوی طبیعت کله هم د سولې یوه موافقه نه‌شي بدلولی.

خپرونه لیکي، کلونه وشول چې طالبان د کابل د بیا نیولو لپاره تیاریانې کوي او په دې باور دي که چېرته امریکا د افغان ځواکونو له ملاتړه لاس واخیست، حکومت ته به سقوط ورکړي. د ګلوبل پوسټ په باور د همدې لپاره طالبان په متواتر ډول ټینګار کوي چې ټول امریکایي ځواکونه دې ووځي.

خپرونه لیکي، د طالبانو پالېسي دا ده چې امریکایي ځواکونه ژر له افغانستانه ووځي، بیا دوی د افغان حکومت پر ضد جګړه تېزه کړي، لکه د دوی مؤسس چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته جګړې ته مخه کړه او بیا دوی پر کابل واکمنان شول.

خپرونه وړاندې لیکي، پر طالبانو اعتماد او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل به په دغه هېواد کې بلې جګړې ته لار پرانیزي او افغانستان به د نړۍ د جهادیانو لپاره یو خوندي پناه‌ځای شي چې له دې سره ممکن د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې نېټې په څېر پېښه بیا تکرار شي.

ګلوبل پوسټ لیکي، د افغانستان د جګړې د حل لار دا ده چې د طالبانو د نړیوال او سیمه‌ییز ملاتړ مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG