د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

ایا له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرې بیخي پای ته ورسېدې؟


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ په کمپ ډیویډ کې د طالبانو له مهمو مشرانو سره محرمانه غونډه چې نن یکشنبه پلان شوې وه او د سولې خبرې لغوه کړې.

ټرمپ تېره شپه په څو ټوېټرونو کې ولیکل چې دغه غونډه او د سولې خبرې یې سمدستي وروسته له هغې لغوه کړې چې طالبانو په کابل کې د تېرې پنجشنبې د ورځې د حملې چې د یوه امریکایي سرتېري په ګډون دولس کسان پکې ووژل شول، مسؤلیت واخیست.

ټرمپ طالبان تورن کړل چې په دې حملې سره یې د دې هڅه کړې چې په خبرو کې خپل موقف پیاوړی کړي.

نوریاس نوري دا مسئله د سیاسي او حقوقي چارو له کارپوه نصرالله ستانکزي سره په مرکه کې څېړلې او لومړی یې په دې اړه چې ایا د ولسمشر ټرمپ دغه پرېکړه دا معنا لري چې له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرې نورې پای ته ورسېدې، د هغه نظر پوښتی.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:38 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG