یو شمېر لوېدیځو چاپي رسنیو د امریکا او طالبانو ترمنځ احتمالي توافق ته کتنه کړې او پر افغانستان یې د هغه اغېزو ته اشاره کړې ده.
نیویارک ټایمز:
د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې واشنګټن له طالبانو سره د سولې موافقې ته نږدی شوی، افغانانو د دې روغې په وړاندې مقاومت ښکاره کړی دی او په ورته وخت کې شخړې هم په افغانستان کې زیاتې شوي دي.
په ورځپاڼه کې وړاندې راغلي دي چې کابل د سولې دې موافقې ته اندېښنه لري، ځکه هېڅ تضمین پکې نشته چې یاغیان به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
نیویارک ټایمز د ځینو امریکایي چارواکو له قوله چې د ورځپاڼې په خبره له طالبانو سره یې د سولې په خبرو کې برخه لرله، د نومونو له څرګندولو پرته لیکلي، د افغانستان حکومت اندېښنه لري، ځکه استدلال کوي چې د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانانو او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پرمختګ ته لاره نه هواروي.
د ورځپاڼې په باور، د افغانستان خلک له تاریخه بدې تجربې لري، له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د مجاهدینو ډلو په خپلو کې کورنۍ جګړه پيل کړه، له دې سره د القاعده شبکې په څېر ډلو په دغه هېواد کې د پښې ځای پیدا کړ.
وال سټریټ ژورنال:
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، د افغانستان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ پر احتمالي توافق انتقاد کړی دی.
د ورځپاڼې په باور، که چېرته یاغیان د سولې د مسودې له مخې پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، د هغوی لپاره هېڅ راز واضح مجازات په نظر کې نه دي نیول شوي.
وړاندې راغلي چې د افغانستان حکومت شکایت لري چې د امریکا متحده ایالاتو طالبانو ته اجازه ورکړې چې د اسلامي امارت په نوم له امریکا سره خبرې مخته یوسي.
د افغانستان یوه حکومتي چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی، وال سټریټ ژورنال ته ویلي، متحده ایالات طالبانو ته مشروعیت ورکوي، ځکه چې هغوی ته یې نږدې د یوه حکومت په سترګه کتلي دي.
زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په ځانګړي مرکه کې ټینګار وکړ چې دا ډله د طالبانو په توګه پېژني او امریکا ته د افغانستان دولت مشروعیت لري.
میل انلاین:
د لوېدیځ یوې بلې خپرونې میل انلاین بیا د افغانستان د لوېدیځ ولایت فراه په مرکز کې جګړې ته کتنه کړې ده.
خپرونه لیکي، طالب اورپکو د جمعې سهار وختي د افغانستان په لوېدیځ کې د فراه پر ښار برید وکړ چې څو ساعته وروسته د افغانستان امنیتي ځواکونو د ښار له څنډو بېرته شاته کړل.
خپرونې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د یوه ویاند سوني لیګت خبرې رااخیستې دي چې وایي، امریکایي پوځیانو په دې جګړه کې د دولتي ځواکونو ملاتړ کړی دی.
میل انلاین لیکي، طالبانو تېرکال په مې میاشت کې هم د فراه ښار د نیولو هڅه کړې وه، خو هغه وخت هم د افغانستان امنیتي سرتېرو د امریکایي ځواکونو په ملاتړ دوی شاته تمبولي وو.
د خپرونې په وینا، طالبانو د دوحې له مذاکراتو سره هم مهاله چې یو هدف یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي، په وروستیو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپل بریدونه زیات کړي.