د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۳۹

ولسمشر غني په کابل کې د هند له سفیر سره په سوداګریزو اړیکو غږېدلی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د هندوستان له سفیر سره تېر ماښام د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، ښاغلي غني د افغانستان د زېربنايي پروژو په برخه کې د هند همکاري ګټوره بللې او ویلي یې دي چې هند د افغاني محصولاتو په ځانګړي توګه د تازه مېوو لپاره اوسمهال ښه بازار دی.

په کابل کې د هند سفیر ویني کومار ولسمشر غني ته د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې هېواد به یې د افغانستان سوداګرو ته د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG