د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۵۰

د افغانستان د سولې پر روان وضعیت د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو کابل ته له سفر وروسته بېرته قطر ته د زلمي خلیلزاد د سفر او د سولې د روانو هلو ځلو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ممکنه هوکړې پر وړاندې د ملي یوالي د حکومت او یو شمېر امریکايي چارواکو له مخالفت سره سره، د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو لړۍ روانه ده.

وړاندې په مطلب کې راغلي چې زلمی خلیل زاد له طالبانو سره تر نهم پړاو خبرو وروسته کابل ته راغلی وو او د پنجشنبې په ورځ بیرته قطر ته رسېدلی دی.

ورځپاڼې د یو شمېر طالب سرچینو له قوله ویلي چې ښاغلی خلیل زاد به په دې پړاو خبرو کې اختلافي مسایل وروستي کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم خلیل زاد ویلي چې طالبانو سره د سولې توافقنامه په پرنسیب کې وروستۍ شوې، خو داسې ښکاري چې ولسمشر محمد اشرف غني له دغې هوکړې هرکلی نه دی کړی.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې بیا لیکلي چې د سولې د دغې هوکړې په اړه د افغانستان د دولت اندېښنې پرځای دي.

د دغې ورځپاڼې په سرمقاله راغلي، په دې هوکړه کې دا تضمین نه دی ورکړل شوي چې تر نهايي کېدو وروسته به افغانستان ثبات راځي او طالبان به له جګړې لاس اخلي.

سرمقاله زیاتوي، بله ستونزه داده چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ شوی توافق به د طالبانو له لوري د اسلامي امارت په استازولۍ لاسلیکيږي او دا مساله د ورځپاڼې په باور د افغانانو د تېرو اتلسو کلونو قربانیو ته سپکاوی دی.

هشت صبح لیکلي چې همدي مواردو ته په کتو، د دغه هوکړې په اړه د افغانستان د دولت اندېښنې پرځای دي او امریکا باید ورته پاملرنه وکړي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې بیا لیکلي چې "د سولې د توافق پټ او مبهم حالت د هيواد د بحران یو بل فصل دی".

وړاندې په مطلب کې راغلي چې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د نهه پړاوه خبرو جزیات لا هم نه دي په ډاګه شوي او حتا د افغانان چې د قضیې یو اړخ دی، نه پوهیږي څه کېدونکي دي.

د مطلب لیکوال زیاتوي، له دغې هوکړې سره د افغانستان د دولت او یو شمېر امریکايي ډیپلوماتانو ښکاره مخالفت په ډاګه کوي چې له هوکړې وروسته ثبات نه راځي او شاید افغانستان یو ځل بیا کورنۍ جګړې ته لاړ شي.

په مطلب کې دغه شان د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو وروستیو بریدونو او چاودونو ته په اشارې لیکل شوي، طالبانو په دې حملو سره وښوده چې دغه ډله اصلا سولې ته هیڅ لیوالتیا او پرې عقیده نه لري.

ورځپاڼه لیکي چې روان حالت ته په کتو به دغه ډله د بین الافغاني خبرو په جریان کې د امتیاز اخیستو په هدف، خپلو حملو ته لا زور ورکړي او بې ګناه افغانان به ووژني.

XS
SM
MD
LG