د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۴۴

په اسلام اباد کې نن افغانستان، پاکستان او چین یوه ګډه غونډه کوي


د افغانستان، پاکستان او چین بیرغونه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، نن په اسلام اباد کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې کوي.

ددغه وزارت ویاند صبغت الله احمدي ازادي راډیو ته وویل، د نن ورځې (شنبه، وږي ۱۶مه) ناسته د درېیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د خبرو درېیم پړاو دی.

ښاغلي احمدي وویل: "نن به پر ډېرو مسایلو بحث وشي چې عمده موضوعات یې د سیاسي اړیکو پیاوړتیا، د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته، د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه، امنیتي همکارۍ او سیمه ییز اتصال دی."

د درېواړو وزیران ترمنځ د نن ورځې ناستې مشري به د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کوي.

ددغو درې اړخیزو خبرو لومړی پړاو په ۲۰۱۷ کال کې د چین په مرکز پیکنګ او دوهم پړاو یې تېرکال په کابل کې ترسره شوی و.

--

XS
SM
MD
LG