د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۲۸

د فراه امنیتي چارواکي: پر فراه ښار د طالبانو برید په شا تمبول شوی


په فراه کې یو افغان سرتېری

د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي چې پر فراه ښار د طالبانو برید په شا تمبول شوی او ۵۰ طالب وسله وال مړه او ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان غلام محی الدین خیرخواه نن ازادي راډيو ته وویل چې تازه دمي افغان ځواکونه هم فراه ښار ته ورسېدلي دي.

دده په خبره چې اوسمهال د فراه د ښار دننه امنیت ارام او د دغه ښار په څنډو کې ځای ځای نښتې روانې دي.

وسله والو طالبانو د تېرې شپې له نیمایي وروسته له څو خواوو د فراه پر ښار بریدونه وکړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې نښته د فراه له امنیې قوماندانې سره نږدې دوام لري.

دی ادعا کوي چې په دغه برید کې ګڼ شمېر افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

افغان چارواکي بیا د طالبانو دغه ادعاوې ردوي.

XS
SM
MD
LG