د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۲۷

ګارډين: د سولې د خبرو له پرمختګ سره سره په افغانستان کې د شخړو د کمي نښې نه شته


د لوېدیځ یو شمېر چاپي خپرونو په کابل کې د پنجشنبې د ورځې د برید په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

په دې ځان وژونکې حمله کې پر یوه امریکایي او یوه رومانیایي عسکر سربېره لس تنه وژل شوي او تر ۴۰ ډېر ټپیان شوي دي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د دې موټربم چاودنې په اړه لیکي، د کابل یوه ډېره خوندي سیمه د دې خونړي برید شاهده وه.

ورځپاڼې د ولسمشر اشرف غني د انتخاباتي ټیم د مرستیال امر الله صالح خبرې رااخیستي دي چې تر برید وروسته یې وویل، اوسنۍ هڅې د سولې نه دي، دا یوه توطیه او دسیسه ده.

ورځپاڼې د سیاسي چارو د کتونکي هارون میر خبرې هم رااخیستي دي چې وایي، د افغانستان ګڼ خلک اندېښمن دي چې ښایي د امریکا او طالبانو له توافق وروسته پراخ اوربند پلی نه شي.

د ښاغلي میر په وینا، که چېرته پر افغان ځواکونو بریدونه ادامه پیدا کړي، په افغانستان کې به د امریکا ماموریت چې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي، زیانمن شي.

ګارډین:

د کابل د پنجشنبې د برید په اړه د بریتانیا ګارډین ورځپاڼه لیکي، د سولې پر خبرو سربېره طالبانو د امریکا سفارت ته نږدې د برید مسؤلیت منلی دی.

ګارډین لیکي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې پر پرمختګ سربېره په افغانستان کې د شخړو د کمي هېڅ راز نښې نه لیدل کېږي.

وړاندې راغلي دي چې د افغانستان د سولې لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د سولې د توافق د مسودې خبر ورکړی، خو ولسمشر اشرف غني د دې موافقې په برخه کې د امریکا له متحدو ایالتونو څخه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

ډیفنس پوسټ:

ډیفنس پوسټ هم په کابل کې د وروستي موټربم چاودنې او له لویه سره د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دا ورځپاڼه لیکي، د هغه امریکایي سرتېرې له وژلو سره چې د کابل په شش درک کې ووژل شو، سږکال په افغانستان کې د وژل شویو امریکایي پوځیانو شمېر شپاړسو ته ورسېد.

وړاندې راغلي دي چې رومانیا چې د اوس لپاره په افغانستان کې تر اووه سوه ډېر سرتېرې لري، د کابل په وروستۍ حمله کې یې یو عسکر له لاسه ورکړی دی.

تر دې مخکې د دوشنبې په شپه د کابل پر ګرین ویلیج کمپ د تراکټوربم په چاودنه کې هم یو رومانیایی سرتېری وژل شوی و.

ډیفنس پوسټ ورځپاڼه د خپرې کړې مقالې په اخره کې لیکي چې د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې پر هڅو سربېره چې له طالبانو سره یوه توافق ته ورسېږي، په افغانستان کې په وروستیو څو اوونیو کې خونړۍ پېښې زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG