د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۰۷

د کورنیو چارو وزارت: د کابل- بلخ لویه لار پرانیستل شوه


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل او بلخ لویه لار چې په بغلان کې بنده وه، پرانیستل شوه.

د دې وزارت ویاند نصرت رحیمي نن د سپټمبر په پنځمه سهار پر ټوېټر لیکلي چې خلک په کرارۍ پر دې لار تګ راتګ کولی شي.

رحیمي لیکلي چې له بېګا راهیسې په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر پناه ځایونو سخت عملیات شوي او سیمه له هغوی تصفیه شوې ده.

XS
SM
MD
LG