د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵
کابل کې د چاودنې یو انځور
کابل کې د چاودنې یو انځور

د کابل شش درک سیمه کې موټر بم چاودنې ۱۰ تنه وژلي او ۴۲ تنه ټپیان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، نن شااوخوا ۱۰:۱۰ دقیقې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې مربوطاتو د شش درک سیمه کې چاودنه شوې ده.

په کابل کې د یوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، نن شااوخوا ۱۰:۱۰ دقیقې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې مربوطاتو د شش درک سیمه کې چاودنه شوې ده.

د نوعیت په اړه به‌یې نور جزئیات وروسته وړاندې شي.

۱۵:۵۲ ۱۴.۶.۱۳۹۸

په کابل کې نن سهار په چاودنه کې لس تنه ووژل شول او ۴۲ زخمیان دي.

حمله نن د سپټمبر په پنځمه د مکروریانو پر سړک وشوه.

وسله والو طالبانو د حملې مسؤلیت اخیستی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر ټوېټر لیکلي چې پولیسو سیمه کلابنده کړې ده.

د کابل د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په قربانیانو کې کوچنیان هم شته.

۱۲:۳۵ ۱۴.۶.۱۳۹۸

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، په کابل ښار کې د نن سهار په حمله کې ۱۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۴۲ تنه نور ټپیان دي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي، په دغې پېښه کې د ملکي وګړو ۱۲ موټر هم تخریب شوي.

۱۲:۲۱ ۱۴.۶.۱۳۹۸

په کابل کې نن سهار په نهمه حوزه کې د دوهمو مکروریانو د منځ پر سړک چاودنه وشوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن د سپټمبر په پنځمه پر ټوېټر ولیکل چې چاودېدونکي مواد په یوه تونس موټر کې ځای پرځای شوي وو.

رحیمي پر ټوېټر یوازې د دولسو موټرو د تخریب خبر ورکړی دی.

د رحیمي په لیکنه، پولیسو سیمه محاصره کړې ده.

د ملکي تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو اخیستی دی.

۱۱:۴۵ ۱۴.۶.۱۳۹۸

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي مشر ډاکتر محب‌الله ځیر وايي، په کابل کې د نن سهار له چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ تنه وژل شوي او ۲۸ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د دې پېښې مسؤلیت منلی دی

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG