- نیویارک ټایمز
امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز په افغانستان کې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سيایاې) د رول په اړه لیکنه خپره کړې ده.
د ورځپاڼې په باور د سپینې ماڼۍ جګپوړو چارواکو وړاندیز کړی چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو له پیلېدو سره دې د «سيایاې» حضور په پټه په دغه هېواد کې پراخ شي.
ورځپاڼې دا خبره د یو شمېر امریکایي چارواکو په وینا کړې ده.
نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، د «سيایاې» او پوځ چارواکي په دې برخه کې یو شمېر ملاحظات لري چې د بحثونو سبب شوي دي. د ورځپاڼې په باور دغه بحثونه به له طالبانو سره د سولې خبرې پېچلې کړي.
د ورځپاڼې په خبره یو شمېر امریکايي چارواکي غواړي چې د «سيایاې» تر حمایت لاندې ملېشه، د ترهګرو پر ضد د یوه ځواک په ډول په افغانستان کې فعالیت وکړي.
نیویارک ټایمز زیاتوي، دغه چارواکي په دې باور دي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو له چمتووالي سره به دغه ځواکونه د اسلامي دولت (داعش) ډلې یا القاعده شبکې په څېر د ترهګرو ډلو د بیا پياوړي کېدو مخه ونیسي.
خو ورځپاڼه د یو شمېر نورو دې اندېښنې ته هم اشاره کوي چې ملېشه ځواکونه چې تل ورته د بېرحمۍ د انتقاد ګوته نیول شوې، نهشي کولای د امریکایي ځواکونو له ملاتړ پرته د ترهګرو پر ضد جګړه وکړي.
نیویارک ټایمز بیا د «سيایاې» د مشرې جینا هاسپل په وینا لیکي چې د امریکا له نورو چارواکو سرهیې د دې طرحې په اړه د لوژستیک په برخه کې اندېښنې شریکې کړې دي.
- دې هېل
بله دې هېل ورځپاڼه د افغانستان د سولې په اړه د یوه چارواکي له خولې بیا لیکي چې امریکایي او افغان چارواکي له طالبانو سره د سولې د تړون په درشل کې دي.
ورځپاڼې د دغه چارواکي نوم نهدی اخیستی، خو د ولسمشر محمد اشرف غني د سلاکار وحید عمر ټویټ تهیې اشاره کړې چې پهکې راغلي، زلمي خلیلزاد د سولې د توافقنامې مسوده د یکشنبې په ورځ ولسمشر اشرف غني ته وښودله.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په ځانګړې مرکه کې وویل، په پرنسیپ کې په څلورو برخو کې له طالبانو سره موافقه شوې ده.
له هغو سیمو چې د طالبانو په لاس کې دي باید امریکا او همکارانو تهیې د ترهګرو خطر نهوي. د بهرنیو ځواکونو وتل له شرایطو سره، بینالافغاني خبرو پیلېدل او په افغانستان کې دایمي او سراسري اوربند د موافقې نورې برخې دي.
دې هېل ورځپاڼه لیکي د سولې په مذاکراتو کې د دې خبرو سربېره، د دوشنبې په ورځ په کندز کې د پولیسو پر پوسته ځان وژونکی برید وشو چې طالبانو یې مسئولیت ومانه.
ورځپاڼه بیا د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرې اوونۍ خبرې ته اشاره کوي چې طالبانو سره پر موافقې سربېره به افغانستان کې ۸۶۰۰ پوځیان پاتې شي.