د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۹

د افغانستان په اړه د ځينو نړیوالو ورځپاڼو اندونه

د لوېدیځو یو شمېر چاپي خپرونو د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر د دې خبرو په اړه لیکنې خپرې کړي چې زرګونه پوځیان په افغانستان کې پرېږدي.

ډونالد ټرمپ د پنجشبې په ورځ (د اګست په ۲۹مه) فاکس نیوز راډیو ته وویل چې دی به په افغانستان کې له ۱۴۰۰۰ پوځیانو څخه ۸۶۰۰ پرېږدي او نور به وباسي.

ټرمپ زیاته کړه چې یو شمېر پوځیان به وروسته تر دې هم په افغانستان کې وساتي چې له طالبانو سره د سولې موافقه وشي.

یو اېس ټوډې:

یو اېس ټوډې ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر کمېدو ته د ولسمشر ټرمپ لېوالتیا له سیاسي او نظامي پلوه له خطرونو سره مله ده.

ورځپاڼه په دې برخه کې د بېلګې په ډول لیکي، انتقاد کوونکي او د ولسمشر ټرمپ یو شمېر ملاتړي له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو په برخه کې دا اندېښنه لري چې هلته بیا د القاعده په څېر شبکې او د داعش په رنګ ترهګرې ډلې سره منظمې نه شي.

یو اېس ټودې بیا څرګندوي چې له څو میاشتو راهیسې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د پوځیانو د شمېر د کمېدو پر لارو چارو غور کاوه او اوس داسې ښکاري چې دې نتیجې ته رسېدلی دی چې شااوخوا پنځه زره پوځیان وباسي.

واشنګټن ایکزماینر:

واشنګټن ایکزماینر د خپرې کړې مقالې په پیل کې لیکي چې د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه د ستایلو ده چې له افغانستانه یې د ټولو ځواکونو د ایستلو پرېکړه رد کړې.

واشنګټن ایکزماینر وړاندې لیکي، ستونزه دا ده چې د پوځیانو د شمېر کمېدل په اساسي ډول د امریکایانو له امنیت سره ارتباط نه پيدا کوي او ستونزه دا ده چې پر وسله والو طالبانو باور نه شي کېدای چې د احتمالي سولې د توافق له مخې په خپله خبره ودرېږي.

ورځپاڼه بیا د ولسمشر ټرمپ د دې ژمنې په اړه چې ۸۶۰۰ پوځیان به په افغانستان کې وساتي، لیکي چې د دې پوځیانو پاتې کېدل ضروري دي، ترڅو د طالبانو او نورو یاغي ډلو د تېري مخه ونیسي او د افغان ځواکونو ظرفیتونه لوړ کړي.

واشنګتن ایکزماینر بیا لیکي، افغان ځواکونه پياوړي شوي دي، خو دوی لاهم د قوماندې، استخباراتو او هوایي ملاتړ په برخو کې مرستو ته اړتیا لري.

ډیلي بیسټ:

ډیلي بیسټ ورځپاڼه لیکي، که څه هم ولسمشر ډونالد ټرمپ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د دایمي حضور خبره کړې، خو د ده استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره داسې یوې غلې موافقې ته د رسېدو هڅې کوي چې له مخې یې نږدې ټول امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرو ته درېیو نږدې سرچینو ډیلي بیسټ ته ویلي دي چې یو شمېر امریکایي پوځیان به د امریکا د راتلونکي کال د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې له افغانستانه ووځي.

ډیلي بیست د اندریو سوراب یان په وینا چې د ولسمشر ټرمپ د زوی سلاکار دی او پخوا یې په سپینه ماڼۍ کې کار کاوه، لیکي چې په دې نیت چې په افغانستان کې به د دوو لسیزو جګړې پای ته ورسېږي، د ځواکونو د ایستلو تګلاره سمه نه ده، په دې جګړه کې بریا یوازې او یوازې له سیاسي او ډیپلوماتیکې لارې ممکنه نه ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG