د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

واشنګټن پوسټ: امریکا باید د خپل امنیت واک طالبانو ته ونه سپاري


واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، متحده ایالتونه باید د خپل امنیت واک بل ته په ځانګړي ډول طالبانو ته ونه سپاري.

دا مقاله د جمهوري غوښتونکو سناتورې لينډسي ګراهام او متقاعد جنرال جک کین چې پخوا د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مرستیال و، په ګډه لیکلې ده.

د دوی په باور، د ولسمشر ډونالد ټرمپ لېوالتیا چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي، د درک وړ ده.

وړاندې راغلي دي چې وروسته له ۱۸ کاله جګړې روان مسیر د ادامې وړ نه ښکاري.

مېرمن ګراهام او پخواني جنرال کین لیکلي دي چې د همدې لپاره موږ په یو نه یو ډول بیړه لرو چې له افغانستانه مو ځواکونه ووځي.

د دوی په باور، هرراز معامله چې د هغې له مخې ټول امریکایي پوځیان له افغانستانه بهر کېږي، د واشنګټن لپاره ښه معامله نه ده.

په مقاله کې وړاندې راغلي دي چې د امنیت لپاره پر طالبانو اتکا کولی نه شو او زموږ ګڼ پوځیان د امنیت لپاره د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

مېرمن ګراهام او متقاعد جنرال کین لیکي، د افغانستان جګړه باید زموږ له شرایطو سره سم پای ته ورسېږي، نه د طالبانو له شرایطو سره.

فارين پالیسي:

د لوېدیځ د بلې خپرونې فارین پالیسۍ د مقالې عنوان دی: (د افغانستان سولې ته اوږده لاره)

د لیکنې په پیل کې راغلي دي چې زلمی خلیلزاد له طالبانو سره داسې موافقې ته نږدې شوی دی چې بین الافغاني خبرو ته لار پرانیزي.

خپرونه د یو شمېر راپورونو په استناد لیکي، که دا موافقه وشوه، نو په ۲۰۲۰ کال کې به د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې دې ته زمینه برابره شي چې شااوخوا ۱۴۰۰۰ امریکایي سرتېرې خپل هېواد ته ستانه شي.

فارین پالیسي وړاندې لیکي، که څه هم موافقه نهایي شوې نه ده، خو په دې کې به اوربند شامل وي او طالبان به د القاعده او داعش په څېر ترهګرو ډلو ته تر خپل واک لاندې سیمو کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

خپرونه څرګندوي چې د موافقې له مخې به د ناروې په پلازمېنې اسلو کې بین الافغاني خبرو ته هم نېټه ټاکل کېږي.

خپرونه بیا لیکي، دا لومړی ګام دی او داسې ښکاري چې د نږدې دوو لسیزو جګړو د مخنیوي لپاره اوږده او حساسه لار په مخ کې ده او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې به د واک د وېش او د جګړو د یومخ مخنیوي پر سر اسانه نه وي.

فارین پالیسي لیکي، طالبانو په ښکاره ویلي دي چې دوی به پر افغان ځواکونو له بریدونو لاس وانخلي، نو داسې وېره شته چې د سپټمبر په ۲۸مه د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې شخړې ډېرې شي او د امریکایي ځواکونو له وتلو سره به افغان ځواکونه له خطرونو سره مخامخ شي.

خپرونې بیا د امریکا د متحدو ایالتونو د لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورد د چهارشنبې د ورځې خبرې را اخیستي دي چې د اوس لپاره دی د امریکایي ځواکونو له وتلو سره موافق نه دی او هره موافقه چې له طالبانو سره کېږي، هغه به مشروطه وي.

فارین پالیسي بیا لیکي، تمه ده چې تر موافقې وروسته خلیلزاد کابل ته ولاړ شي او ولسمشر اشرف غني وهڅوي چې دا موافقه ومني او که چېرته موافقه وشوه، د قطر په پلازمېنې دوحه کې به د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شي.

XS
SM
MD
LG