ډیلي بیسټ:
امریکایۍ ورځپاڼې ډیلي بیسټ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ د پروګرام په اړه لیکنه خپره کړې ده.
ورځپاڼه لیکي، د افغانستان په اړه سیمه ییزې سیالۍ په ځانګړې ډول د هند او پاکستان رقابت د امریکایي پلاوي او طالبانو د خبرو له ادامې سره نور هم جوت شوی دی.
وړاندې راغلې دي چې پاکستان د افغانستان د جګړې په لوبه کې برلاسه دی، په تېره بیا په داسې وخت کې چې د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې له افغانستانه ځواکونه وباسي.
خو ډیلي بیسټ لیکي چې یوازې ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغان جګړې برخه وال نه دي.
ورځپاڼه هند او چین ته د دوو نورو هېوادو په توګه اشاره کوي چې د افغانستان په مسئله کې خپلې ګټې لټوي.
ورځپاڼې وړاندې د پخواني امریکایي سناتور چک هیګل خبرې را اخیستې دي چې اته کاله مخکې یې ویلي وو، هند تل له افغانستانه د دوهم سنګر په توګه استفاده کړې ده او په تېرو کلونو کې یې د پاکستان لپاره د پولې پورې غاړه د ستونزو په جوړېدو کې مرسته کړې ده.
هیګل چې بیا په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا د دفاع وزیر په توګه ټاکل کېده چې د استماعیه غونډې پرمهال یې دې څرګندونو بحثونه راوپارول.
ورځپاڼه زیاتوي، زمان مهم دی او دا ښکاره کوي چې د افغانستان وضعیت د ټرمپ مذاکره کوونکو ته تر څه بریده پېچلی دی.
د ډیلي بیسټ په باور، واشنګتن له اوږدې مودې راهیسې په دې باور دی چې د افغانستان د لانجې د حل لپاره یوه حل لاره شته چې له پاکستان سره تړلې ده، خو ورځپاڼه څرګندوي چې د پاکستان حکومت کله د یوه اتل په څېر د افغان ستونزې د حل لپاره هڅې کوي او کله هم بیا د یوه شر اچوونکي په توګه د طالبانو حمایت کوي.
واشنګټن پوسټ:
بلې امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د افغانستان په اړه یوه زړه مسئله راسپړلې چې د حل هڅې یې روانې دي.
دې ورځپاڼې د طالبانو له لوري په افغانستان کې د فلم د صنعت د تخریب پر مسئلې لیکنه خپره کړې ده.
واشنګټن پوسټ یو شمېر هغه فلمونه یادوي چې د طالبانو د واکمنۍ له دورې سلامت پاتې شوي دي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي، طالبانو په ۱۹۹۶ کال کې د کابل له نیولو وروسته سخت قوانین پلي کړل، دوی د خلکو یو شمېر تصویري او ویډیویي فلمونه له منځه یووړل او د افغان فلم او ملي ارشیف تخریب یې پيل کړ.
خو اوس د طالبانو د رژیم له ماتې اتلس کاله وروسته د افغاني فلمونو ډیجټل کولو ته پاملرنه زیاته شوې چې په انټرنټ کې خوندي شي او د افغانستان په سینماوو کې نندارې ته وړاندې شي.
ورځپاڼې د افغان فلم د یوه پخواني مامور سلطان محمد ستالفي خبرې را اخیستي دي چې وایي، ارشیف د یوه هېواد هویت دی، که چېرته ارشیف نه وي، د یوه هېواد هویت له منځه ځي.
افغان فلم د ۱۹۶۰ میلادي لسیزې په وروستیو کې د امریکا د متحدو ایالتونو په مرسته پرانیستل شو چې دا فلمونه د فیتو په شکل له څو لسیزو راهیسې پراته وو او اوس یې د ډیجیټل کولو کار روان دی.
دا فلمونه اوس د ارګ په ارشیف کې خوندي شوي، خو د واشنګټن پوسټ په لیکنه، منتقدین حکومت تورنوي چې دا فلمونه یې له خلکو لېرې ساتلي دي.
د دې ارشيف رئیس رفیع الله عزیزي ورځپاڼې ته ویلي دي چې ارګ ته د دې لپاره دا فلمونه انتقال شوي چې خوندي وي او که څه ګډوډي وه چې دې فلمونو ته بیا زیان وانه وړي.