- فارین افیرز خپرونه
د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د سولې او پخلاینې د چارو پخواني سلاکار بارنټ روبین په فارین افیرز خپرونه کې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده «ډیپلوماسي د افغانستان ټولې ستونزې نهشي هوارولی».
په دې مقاله کې راغلي دي چې روان کال د ملګرو ملتونو په وینا د لومړي ځل لپاره د امریکایي او افغان ځواکونو د بریدونو پر مهال تر طالبانو ډېر ملکیان وژل شوي دي، نو دا سخته ده چې اکثر افغانان د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته خوشبین واوسي.
ښاغلی روبین بیا لیکي چې دا خبره هم د لږ حیرانتیا نهده چې د امریکا د متحد ایالاتو د ملي امنیت یو شمېر پخواني او اوسني چارواکو لکه متقاعد جنرال او د (سي ای اې) پخوانی مشر ډېوېډ پټریوس خبرداری ورکړی دی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو بشپړ وتل خطرناکه دي او په عقل برابره هڅه دا ده چې متحد ایالتونه پر افراطي شبکو فشار زیات کړي.
لیکوال بیا څرګندوي، وروسته تر ۱۸ کلونو حضور او فشاره د امریکا ملاتړی افغان حکومت سیمې طالبانو ته پرېږدي او داعش په بېرحمۍ په کابل کې خلک وژني.
ښاغلی روبین بیا لیکي، کله چې تاسو په کنده کې یاست تاسو باید د اوږدې مودې په مخه د کیناستلو غم وخورئ او ژمن ورته واوسئ.
- وال سټریټ ژورنال
بلې امریکایۍ چاپي خپرونې وال سټریټ ژورنال بیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مسئلې لیکنه خپره کړې ده.
دا ورځپاڼه لیکي، د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د نهم پړاو خبرو په ترڅ کې داسې ښکاري چې امریکایی لوری موافقه وکړي چې له افغانستانه د خپلو پوځیانو ایستل پیل کړي.
دا خبرې د تېرې پنجشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې شروع شوې.
وال ستریټ ژورنال لیکي، د مذاکراتو دواړه لوري بېړه کوي چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې موافقه وشي، خو داسې ښکاري چې لاهم د افغان جګړې د پای ته رسېدو لاره اسانه نهده. په دې جګړه کې تر اوسه تر ۲۴۰۰ ډېر امریکایي سرتېري او سلګونه زره افغانان وژل شوي دي.
وال سټریټ ژورنال وړاندې لیکي، د امریکایي پوځیانو د ایستلو په برخه کې یوه لور ته په کانګرس کې سؤالونه پیدا شوي دي چې څرنګه به دا تضمین کېږي چې متحده ایالات د اسلامي افراطي ډلو له بریدونو خوندي کېږي، بل لور ته ورځپاڼه د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته اشاره کوي چې نږدې یوه میاشت ورته پاتې ده او لیکي چې ښایي دا ټاکنې د افغانانو پر خپلمنځي خبرو منفي اغېز وکړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ټویټر لیکلي دي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه به پرېکړې د بینالافغاني خبرو پر مهال کېږي.