د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۰۸

شبنم صالحي د افغانستان په ټولو ولایاتو کې د ښځو د ستونزو حل ته ملا تړلې


د مخکښې ښځې په خپرونه کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنره پوهنیاره شبنم صالحي.

د مخکښې ښځې په خپرونه کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنره پوهنیاره شبنم صالحي مېلمنه ده.

مېرمن صالحي د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کې د کار ترڅنګ په کابل پوهنتون کې د استادې په توګه هم کار کوي.

‎صالحي تر ښوونځي وروسته د لېسانس سند د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي اخیستی او ماستري یې په امریکا کې کړې ده.

‎اغلې صالحي، نړیوالو علمي کنفرانسونو ته د ګډون په موخه ترکیې، هندوستان، پاکستان، جرمني او داسې نورو هېوادونو ته سفر کړی.

‎همدارنګه په ترکیه کې یې د افغان ښځو د زده‌کړو د ښه‌والي په موخه د سیمې او سوېلي اسیا په کچه د افغانستان د ښځو مشري په غاړه لرلې ده.

‎‎همدارنګه، ګڼې څېړنیزې علمي مقالې یې په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې خپرې شوې دي.

هغه اوس‌مهال د پوهنملۍ علمي ترفېع په موخه په خپل لومړني علمي اثر باندې کار کوي.

دغه خپرونه په کابل کې د ازادي راډیو خبریاله فرشته غني برابروي چې بشپړ پروګرام د دې لېنک له لارې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:53:18 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG