د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۰

نشنل انټرسټ: د امریکایي ځواکونو وتل د افغانستان له وضعیت سره ارتباط لري

ارشیف، د امریکا یو شمېر ورځپاڼې
ارشیف، د امریکا یو شمېر ورځپاڼې

د امریکایانو او طالبانو د احتمالي موافقې مسئلې ته د لوېدیځ څو چاپي رسنیو پاملرنه کړې ده.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګتن پوسټ ورځپاڼه لیکي، دې موافقې ته له نږدې کېدو سره د افغانستان ولسمشر جدي ټینګار کوي چې انتخابات باید په خپل وخت ترسره شي.

د ورځپاڼې په باور، د امریکایي پلاوي او طالبانو ۱۰ میاشتنۍ خبرې وروستۍ مرحلې ته رسېدلې دي او ولسمشر اشرف غني د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړې دي.

ټاکل شوې ده چې دا ټاکنې نږدې یوه میاشت وروسته وشي. واشنګتن پوسټ لیکي، ولسمشر غني چې د جمهوري ریاست د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره ځان کاندید کړی دی د خپلو انتقاد کوونکو دا اندېښنه او غوښتنه رد کړې ده چې تر سولې باید انتخابات لومړیتوب ولري.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د نهم پړاو خبرو له پیلېدو سره دواړو لورو هیله څرګنده کړې ده چې نهایي موافقې ته به ورسېږي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هڅې روانې دي ترڅو له امریکا سره د سولې توافق وشي او دا موافقه به په لنډو ورځو کې وشي.

دا موافقه چې لا نهایي شوې نه‌ده، یوې برخې ته‌یې واشنګټن پوسټ اشاره کوي او لیکي، د امریکا متحده ایالات به خپل پنځه زره سرتېري په راتلونکو څو میاشتو کې او تر نهه زره ډېر عسکر به راتلونکی کال له افغانستانه وباسي.

طالبان به بیا له القاعده سره خپل روابط قطع کوي او نه به پرېږدي چې له افغانستانه د بل هېواد پر ضد حمله وشي.

داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ښایي د امریکا او طالبانو توافق به دې ته لار هواره کړي چې له افغان ځواکونو سره به د واشنګټن مرستې قطع شي، خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد دا راپورونه رد کړل او ویې‌ویل چې دا خبرې حقیقت نه‌لري.

  • نشنل انټرسټ

نشنل انټرسټ خپرونې بیا په خپله مقاله کې لیکلي دي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو موضوع د افغانستان له وضعیت سره ارتباط لري.

خپرونه لیکي، له افغانستانه د یوه توافق له مخې که چېرته په زرګونه امریکایي پوځیان ووځي دا به د افغانستان په شااوخوا ۱۸ کلنه جګړه کې لومړی ځل وي چې واشنګټن او کابل د سولې په لور یو ګام اخلي.

نشنل انټرسټ بیا د امریکایي ځواکونو شمېر یادوي او لیکي، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره د بارک اوباما د ادارې په څېر د افغانستان لپاره نوي څه نه‌دي کړي او دغه اوس هم په افغانستان کې امریکایي ځواکونه هماغومره دي چې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ د راتګ پر مهال وو.

وړاندې راغلي دي چې د امریکا متحده ایالات د اوس لپاره له یوې ازموینې سره مخامخ دي، داسې چې د امریکایي ځواکونو د شمېر کمېدل د افغانستان له وضعیت سره مستقیم ارتباط لري.

نشنل انټرسټ لیکي چې په یو ځلې د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل له افغانستانه ممکن نه‌دي، نو ولسمشر ټرمپ هڅه کوي د پوځيانو شمېر راکم کړي او جګړه په تدریجي ډول پای ته ورسوي، دا هغه څه دي چې د امریکا د راتلونکو انتخاباتو لپاره به د ډونالد ټرمپ لپاره لاسته راوړنه وي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG