د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ وری ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۰۹

افغانستان

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته سعودي عربستان ته لاړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته سعودي عربستان ته تللی، څو د دغه هېواد له پاچا او نورو چارواکو سره خبرې وکړي.

ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې له افغان ولسمشر سره دولتي پلاوی دی او د سعودي له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز او نورو چارواکو سره جلا کتنې کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست په بیان کې د ولسمشر غني او د سعودي چارواکو د خبرو جزیات نه دي خپاره شوي، خو افغان حکومت تل د افغانستان د سولې او ثبات په پروسه کې د سعودي عربستان رول مهم بللی دی.

سعودي د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د اسلامي نړۍ د عالمانو لږ تر لږه دوه غونډې دایرې کړي، چېرته چې ګډونوالو په افغانستان کې د جنګ خاتمه غوښتې او د سولې په راتلو یې ټینګار کړی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ننګرهار کې لسګونه نوي باغونه جوړ شول

ارشیف

په ننګرهار کې د بڼوالو د اقتصادي پراختیا په هدف په لسګونه جریبه ځمکه کې نوي باغونه جوړ شول.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، دغه تجارتي باغونه د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې په ۹۶۲ جریبه ځمکه کې جوړ شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې کې د شفتالو، مالټو او املوکو باغونه شامل دي.

نوموړي وویل چې دغه باغونه د ننګرهار په اچین، چپرهار، کوټ، رودات، خوگیاني او شېرزاد ولسوالیو کې جوړ شوي دي.

تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې د دغه ونو باغونو ښه حاصلات ورکړي وو.

د پانګونې او سوداګرۍ خونه: سوداګریزې چارې په عادي ډول پر مخ ځي

د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې ویاند جان اقا نوید

د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې چارواکي وایی، د هېواد اکثره بندرونه پرانیستي دي او سوداګریزې چارې په عادي ډول پر مخ ځي.

د دغې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی د بازارنو نرخ هم کنټرول کړی دی.

خو نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې په افغان سوداګرو ټکس راکم کړي.

ښاغلی نوید وايي، هېواد ته د درملو او نورو ضروري موادو د واردولو په برخه کې له سوداګرو سره د مالیاتي ټکس د راکمولو په برخه کې باید همکاري وشي.

د سوداګرۍ خونې د معلوماتو پر بنسټ د کرونا ویروس د خپرېدو او قرنطین له امله افغان سوداګرو ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.

'هرات کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار ستونزه نن هوارېږي'

هرات

د هرات د کرونا ویروس د تشخیص د لابراتوار ستونزه به نن هواره شي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار تېر ماښام وویل چې د چهارشنبې په ورځ به د هرات لابراتوار ته پلاستیکي ټیوبونه واستول شي.

هغه زیاته کړه: "په موقع‌یې احوال نه‌و ورکړی سبا ټیم مؤظف شو چې ویې‌لېږي. په داسې حالاتو کې چې څه خلاصېږي باید وار له مخه همغږي وکړي، دلته ستونزې د مدیریت دي چې سیمه‌ییز مدیریتونه ستونزې رامنځته کوي."

په هرات کې د دوشنبې له ماسپښین راوروسته د ټیوبونو د نه‌موجودیت له امله د کرونا ناروغانو د تشخیص چارې په ټپه درېدلې دي.

په هرات کې د افغانستان تر بل هر ولایت د کرونا ویروس ډېرې مثبت پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزیر له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز

د افغانستان عامې روغتیا وزیر پر طالبانو غږ وکړ چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره دې اوربند وکړي.

فېروزالدین فېروز دا خبره پرون په کندهار کې د کرونا ویروس د تشخیص د لابراتوار د پرانیستو پر مهال وکړه او ویې‌ویل چې د 'کوویډ-۱۹' اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید ولس همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه: "نن راغلی یم تجهیزات مې راوړي، امکانات مې هم راوړي او پيغام مې دا دی چې نه تجهیزات په درد خوري، نه امکانات که چېرته تاسو له یوه بل سره همکاري ونه‌کړئ، له موږ سره همکاري ونه‌کړئ، زموږ پيغامونو ته په جدي توګه پاملرنه ونه‌کړئ دا ناروغي به خدای مه‌کړه ډېره خرابي وکړي."

په کندهار کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار د ۱۰۰ کسانو د وینې د معاینې وړتیا لري.

په دې لابراتوار کې به د زابل، ارزګان او هلمند ولایتونو د کرونا مشکوکې پېښې هم معاینه کېږي.

له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره تېره اوونۍ د افغانستان ولسمشر هم طالبانو ته د اوربند وړاندیز کړی و، خو طالبانو تر اوسه دا غوښتنه نه‌ده منلې.

کابل کې به نن پولیس ګرځ‌بندیز عملي کړي

ټول افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۳ ته رسېږي.

ټاکل شوې ده چې نن کابل ښار کې سلګونه پولیس د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ګرځ‌بندیز عملي کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي پرون په کابل کې وویل: "د ۱۶۰۰ کسانو او ۴۰۰ موټرو په مرسته به که خدای کول سبا په هېڅ ډول په کابل کې پرته له هغو کسانو چې اجازه ورته شته د خلکو تګ او راتګ نه‌وي."

د ښاغلي اندرابي په وینا روغتیایي کارکوونکي، امنیتي ځواکونه، رسنۍ، د بانکونو کارکوونکي او د مخابراتي شبکو کارکوونکي له دې بندیز څخه مستثنی دي، همداراز هغه کسان چې خوراکي مواد پلوري.

تر دې مخکې حکومت د مارچ په ۲۸مه، په کابل کې ورته بندیز د درېیو اوونیو په مخه اعلان کړی وو چې تر ډېره خلکو ترې سرغړونې کړې دي.

د سې شنبې د ورځې د شمېرو له مخې په کابل کې ۷۳ تنه په (کوویډ-۱۹) ناروغۍ اخته شوي دي او په ټول افغانستان کې دا شمېره ۴۲۳ ته رسېږي.

کرونا ویروس سره د مبارزې په لارو چارو د ولسمشر غني او ظریف خبرې

ارشیف، د ولسمشر غني او جواد ظریف لیدنه

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې په لارو چارو ټيلیفوني خبرې کړې دي.

ارګ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی نن له کرونا ویروس سره د مبارزې، سیمه‌ییزو او دوه اړخیزو همکاریو او ایران څخه د افغان مهاجرینو د بېرته راستنېدو پر څرنګوالي مفصلې خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ظریف په حواله ویل شوي چې هېواد یې هغو افغان کډوالو ته چې په ایران کې مېشت دي او په کرونا ویروس اخته شوي، په وړیا ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

په افغانستان کې لومړی سر د ځینو هغو کسانو د کرونا ویروس معاینه مثبته راوتلې وه چې له ایران راستانه شوي وو.

ګڼو افغان کډوالو دا شکایتونه هم کړي چې په ایران کې ورسره ناوړه چلند کېږي او له روغتیايي خدماتو بې‌برخې دي.

په افغانستان کې په کرونا ویروس ۴۲۳ کسان اخته شوي او تازه د مړو شمېر ۱۴ ته رسېدلی دی.

د امریکا-طالبانو تړون کې د افغان ښځو د حقونو نه‌یادونې په اړه اندېښنه

ارشیف، د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون

د امریکا د استازو جرګې د څار او سمون کمېټې مشرې کارولین بي. مالوني ویلي له دې ډېره اندېښمنه ده چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره یوه کلمه هم نه‌ده راغلې.

د اغلې مالوني په حواله دا بیان پرون شپه د امریکا د استازو جرګې په وېب‌پاڼه خپور شوی.

جمهوري غوښتونکې استازې کارولین زیاته کړې چې د طالبانو په رژیم کې ښځې او نجونې سخت تر فشار لاندې وې او په ټولنه کې هېڅ رول نه‌و ورکړل شوی.

د امریکا د استازو جرګې د څار او سمون کمېټې له غړو سره دوشنبه ناوخته د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو سرمفتش جان سوپکو او همکارانو یې د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

د امریکا استازو جرګې په اعلامیه کې د ښاغلي سوپکو د پرونیو خبرو یوه برخه ذکر شوې چې هغه ویلي دا لا معلومه نه‌ده چې امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو تر ایستلو وروسته د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ ته څنګه دوام ورکولای شي.

تر دې مخکې هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون په باب د افغانستان د ښځو د حقونو فعالانو اندېښنه ښودلې وه.

دا تړون د فبرورۍ په ۲۹مه دا مریکا او طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو چې ډېر تمرکز یې له افغانستانه د امریکایي او ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو، له ترهګرو سره د طالبانو د اړیکو په پرې کولو او د افغانستان له حکومت سره په خبرو او سولې دی.

کابل کې د ګرځ‌بندیز د جدي عملي کېدو په اړه د مسعود اندرابي خبرداری

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي

د افغانستان کورنیو چارو سرپرست وزیر د کابل پولیسو ته هدایت ورکړی چې سر له سبا په کابل ښار کې ګرځ‌بندیز په جدي ډول عملي کړي.

په هغه وېډیو کې چې د دغه وزارت له‌خوا ازادي راډیو ته رسېدلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي کابل پولیسو ته په خطاب کې ویلي چې له امنیتي و رسنیز، روغتیايي او مخابراتي کارکوونکو پرته او دغه‌شان هغه کسان چې ناروغان دي یا هم د خوراکي موادو اړتیا وي ورته نور هېڅ‌څوک په ښار کې ګرځېدو راګرځېدو ته پرې نه‌ږدي.

ښاغلي اندرابي په ځانګړي ډول ویلي چې دا ګرځ‌بندیز باید په دولتي مأمورینو چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره رخصت او په کرونو کې قرنطین دي په جدي ډول عملي شي او د سرغړونې په صورت کې به خپلو اړوندو وزارتونو ته معرفي شي چې قانوني چلند ورسره وکړي.

ښاغلي اندرابي دغه‌شان ویلي چې قرغې او دغه‌شان جلال‌اباد او د کابل شمال ته غځېدلې لارې چې خلک د مېلو لپاره ورځي د ټرافیکو پر مخ وتړل شي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، ۱۶۰۰ پولیس او ۴۰۰ د پولیسو موټرې د ګرخ‌بندیز عملي کېدو ته توظیف شوي دي.

پاکستان له همغږۍ پرته زرګونه افغانان دې خوا را اړولي

پاکستان څخه د سپین بولدک دروازې له لارې راستنېدونکي افغانان

د ننګرهار چارواکي انتقاد کوي چې د پاکستان حکومت له همغږۍ پرته زرګونه هغه افغانان دې خوا را اړولي چې په تورخم کې ایسار و.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې دوی په تورخم کې د دری زره کسانو لپاره د قرنطین زمینه برابره کړې وه، خو د خلکو په زیاتېدو سره مجبوره شول چې یوازې مشکوک کسان وساتي او نور رخصت کړي.

په ننګرهار کې د قرنطین د لګولو په لومړۍ ورځ سلګونه کسان د تورخم په قرنطین ساحه کې وساتل شول، خو ګڼو انتقاد کاوه چې ان یوې جنازې ته‌یې هم په لومړي سر کې د مخکې تګ اجازه نه‌ورکوله.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ویلي و چې قرنطین‌یې د خلکو د ژغورنې او د ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره جدي نیولی او هدف‌یې دا نه‌دی چې خلک له ستونزو سره مخ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت په وینا له دوشنبې تر پنجشنبې په تورخم او چمن کې ایسار زرګونه افغانانو ته اجازه ورکول کېږی چې افغانستان ته واوړي.

ترکمستان په جوزجان، فاریاب او سرپل باندې برښنا پرې کړه

د ترکمستان بیرغ

د افغانستان په درېیو شمالي ولایتونو جوزجان، فاریاب او سرپل باندې له نن سهاره ترکمنستان هېواد خپله برښنا پرې کړې ده.

دا خبره د جوزجان د برښنا شرکت رئیس سید منصور پویار ازادي راډيو ته وکړه.

هغه زیاته کړه: "ترکمنستان د ځينو ستونزو په خاطر چې علت‌یې له بیات پاور سره د برښنا شرکت قرارداد دی برښنا پرې کړې. د ترکمن انرګو او زموږ د برښنا شرکت ترمنځ ستونزې پیدا شوي. هغوی غواړي د پخوا په څېر ۷۰ تر ۸۰ مېګا واټه برښنا موږ ته راولېږي، خو موږ دلته خپله تر ۴۰ مېګا واټه تولید لرو. اوس د ترکمنستان له‌خوا برښنا پرې شوې ده."

ویل کېږي چې له دې مخکې هم په دغو درېیو ولایتونو باندې د ترکمنستان برښنا پرې شوې وه.

د افغانستان ګڼو ولایتونو ته برښنا اکثره له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان واردېږي.

کندز د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف قرنطین شوی

ارشیف، د کندز ښار مرکزي چوک

کندز ښار نن د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف قرنطین شوی دی.

د کندز مرستیال والي حشمت‌الله رحیمي عرضبیګي په یوه ناسته کې ویلي چې په کندز ښار کې دوشنبه د دوو کسانو د کرونا ټسټ مثبت راووت او له همدې امله د یاد ښار د قرنطین پرېکړه شوې ده.

د کندز چارواکو له خلکو غوښتي چې د کرونا ویروس د مخنیوي په کمپاین کې له دوی سره همکاري وکړي او له خپلو کورونو ونه‌وځي.

په کندز کې به له درملتونونو، قصابیو، نانوایانو او خوراکه پلورنځیو پرته نور ټول دکانونه او مارکېټونه تر بل اعلانه تړلي وي.

له دې مخکې د افغانستان پلازمېنه کابل، لوېديځ ولایتونه او ځیني نور لوی او واړه ښارونه د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف قرنطین شوي دي.

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۳ ته رسېدلی

افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۵۶ ته لوړ شوی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۳ ته رسېدلی.

دغه وزارت ویلي چې په کرونا د اخته خلکو شمېر د ۵۶ نویو پېښو په ثبتېدو سره دې کچې ته لوړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس باندې په هرات کې ۲۷، په کابل کې ۱۲، په کندهار کې ۱۰، په بلخ کې ۵ او په ننګرهار کې دوه کسان تازه اخته شوي دي.

هرات په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د زیاتو پېښو شاهد دی چې په‌کې له ۲۵۷ تنه په دې ویروس اخته دي او ورپسې کابل په ۷۳ مثبتو پېښو سره په دوهم ځای کې دی.

دې ویروس تر اوسه ۱۴ کسان مړه کړي هم دي.

غني: د داخلي محصولاتو او تولیداتو ملاتړ له لومړیتوبونو څخه دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر غني وایي، د داخلي محصولاتو او تولیداتو ملاتړ د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی.

ولسمشر غني چې تېره ورځ ناوخته د وېډیو کنفرانس له لارې له یو شمېر متشبثو مېرمنو سره خبرې کولې، وویل چې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او ملاتړ په موخه د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د ۱۰ سړو خونو د جوړولو کار بشپړ شوی او حکومت هڅه کوي چې متشبثو ښځو ته دوامدار او بنیادي فعالیتونه وکړي.

جمهور رئیس همداراز ټینګار وکړ چې د روغتیا د نړیوالو معیارونو مطابق د اتحادیو په تشکیل سره باید د ښځو تولیداتو ته پاملرنه وشي او متشبثې ښځې دې په دې اړه خپل وړاندیزونه له حکومت سره شریک کړي.

په دغه وېډیو کنفرانس کې یو شمېر متشبثو د کورني اقتصاد پیاوړتیا، د داخلي تولیداتو د ملاتړ، بازار موندنې، د ښځو د سوداګرۍ لپاره د ځمکو برابرولو او د سوداګرو او متشبثینو د امنیت د تأمین په اړه خبرې وکړې.

فاریاب کې د غنمو د زېرمه کولو ګدام جور شو

ارشیف

په فاریاب کې د غنمو د زېرمه کولو يو لوى ګدام ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه ګدام د ٥ زره مټريک ټنه غنمو د زېرمه کولو ظرفيت لري.

نوموړي وویل چې دغه ګدام د کرنې وزارت د ٣٣ میلیونه افغانیو په لګښت د فاریاب په میمنې ښار کې جوړ شوی.

چارواکي وایي، د دغه ګدام په جوړېدو سره تر ډېره د غنمو د زېرمه کولو ستونزه هواره شوه.

ویل کېږي په دې سره به د افغان بزګرانو د کروندو غنمو ته هم بازار پیدا او دولت به‌يې ورنه په خپل وخت په ښه بیه وپېري چې دواړو لورو ته اقتصادي ښېګڼې لري.

د یاد ګدام کار په ۱۳۹۸ کال کې پیل او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

بدخشان کې ۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د بدخشان محلي پولیس

په بدخشان کې چارواکي وايي، د دې ولایت په وردوج ولسوالۍ کې پنځه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د بدخشان د امنیه قومنڅدانۍ ویاند ثناالله روحاني وايي، دا نښته د یکشنبې په شپه هغه مهال وشوه چې وسله‌والو طالبانو له څو خواوو د وردوج پر ولسوالۍ برید وکړ.

د ښاغلي روحاني په وینا د طالبانو دا برید د افغان امنیتي ځواکونو له‌خوا په شا تمبول شوی دی. نوموړي زیاته کړې چې د پنځو وسله‌والو پر وژل کېدو سربېره د دې ډلې اووه تنه ټپیان شوي هم دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG