د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۰۹

نړۍ

شمالي کوریا نن دوه توغندي چې د لنډ واټن بالستیک ښکاري، ویشتلي

د شمالي کوریا ازمابل شوی توغندی
د شمالي کوریا ازمابل شوی توغندی

شمالي کوریا نن خپل ختیځ ساحل ته دوه توغندي چې د لنډ واټن بالستیک ښکاري، ویشتلي دي.

دا د پیونګ یانګ له لوري د توغندیو نوې ازموینه ده چې د جنوبي کوریا او جاپان د اندېښنې سبب شوې ده.

د جاپان سمندري ځواکونو نن وویل، د شمالي کوریا له لوري یې د یوه مشکوک بالستیک توغندي ازموینه تشخیص کړې ده.

د جنوبي کوریا پوځ هم ویلي دي چې پیونګ یانګ د خپل شرقي ساحل په لوري دوه توغندي توغولي دي.

که چېرته د شمالي کوریا د نننیو ازموینو خبرونه تأیید شي، دا به په نږدې یوې میاشتې کې اووم ځل وي چې شمالي کوریا د توغندیو ورته ازموینې کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

الکسي ناوالني سبا په روسیه کې خاورو ته سپارل کیږي

د کریملین د سرسخت منتقد الکسي ناوالني د فبرورۍ په ۱۶ مه، د روسیې په یوه زندان کې ومړ
د کریملین د سرسخت منتقد الکسي ناوالني د فبرورۍ په ۱۶ مه، د روسیې په یوه زندان کې ومړ

ټاکل شوې چې د کریملین د سرسخت منتقد الکسي ناوالني مړی سبا خاورو ته وسپارل شي.

د ۴۷ کلن ناوالني چې چارواکو یې د مړینې خبر له زندانه ورکړ، مړی یې د فبرورۍ په ۲۴ د هغې مور ته وسپارل شو.

د ناوالني ویاندې کیرا یارمیش پرون په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې د مسکو په یوه کلیسا کې د دعا له مراسمو وروسته به د ناوالني مړی په نژدې، د بوریسوفسکوی په هدیره کې ښخ شي.

تراوسه نه ده څرګنده چې د ناوالني د مړي د ښخولو په مراسمو کې به څوک ګډون وکړي، خو د هغې میرمنې یولیا ناولانیا پرون د اروپا پارلمان ته په وینا کې وویل چې خاورې ته یې د مېړه د د سپارلو پر مهال د امنیتي ځواکونو احتمالي مداخلې ته اندېښنه لري؛ ځکه ډاډه نه ده چې په دې مراسمو کې به څوک ونه نیول شي یا به هغه په سوله ییز ډول ترسره شي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پیسو نړیوال وجهي صندوق ته لیک استولی

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو شمېر غړي
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو شمېر غړي

د پاکستان د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان ګوند د ملګروملتونو د پیسو له وجهي صندوق، IMF څخه غوښتي، مخکې له دې چې پاکستان ته نورې مرستې ورکړي؛ باید دا یقیني کړي چې د فبرورۍ د اتمې د لانجمنو انتخاباتو په اړه څېړنه کیږي.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف پاکستان یا پي ټي آی ګوند پرون چهارشنبې وویل چې په دې اړه یې د پاکستان لپاره د IMF استازي ته یو لیک استولی دی.

که څه هم د عمران خان په مشرۍ ګوند په ترسره شویو انتخاباتو کې له ګډونه منع شوی و، خو غړیو یې په خپلواکه توګه ځانونه کاندید کړي او ترټولو ډېرې رایې یې ګټلې دي.

پاکستان چې د اقتصادي بې ثباتۍ د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې کوي، تېرکال یې د پیسو له نړیوال وجهي صندوق څخه د درېیو ملیارډ ډالرو پور اخیستو یوه موافقه یقیني کړه؛ خو دا هېواد به وروسته له هغې چې نوی حکومت یې وټاکل شي، ډېرو نورو مرستو ته هم اړ وي.

د 'الکسي ناوالني' د جنازې مراسم په یوه کلیسا کې ترسره کېږي

۴۸ کلن ناوالني د فبروري په ۱۶مه په زندان کې مړ شو.
۴۸ کلن ناوالني د فبروري په ۱۶مه په زندان کې مړ شو.

ټاکل شوې ده چې د کرملین د سیاسي مخالف الکسي ناوالني د جنازې مراسم د جمعې په ورځ د مسکو د مارینو سیمې په یوه کلیسا کې ترسره شي.

دا هغه سیمه ده چې یو وخت ناوالني په‌کې ژوند کاوه.

د ناوالني ویاندې کارا یارمیش په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې نن لیکلي چې تر دې مراسمو وروسته به ناوالني هلته نژدې په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

د ناوالني کونډې یولیا نن د اروپا پارلمان ته وویل چې له دې سره دا وېره ده چې امنیتي ځواکونه به په دې مراسمو کې مداخله وکړي.

دې زیاته کړه چې دا نه پوهیږي چې دا مراسم به په سوله‌ییز ډول ترسره شي که نه شي او پولیس به هغه کسان ونیسي چې د ناوالني وروستي دیدن ته ورځي.

۴۸ کلن ناوالني د فبروري په ۱۶مه په زندان کې مړ شو.

اروپایي ټولنه کې تېرکال د کډوالۍ غوښتنلیکونه ۱۸ سلنه زیات شوي

له ارشیفه د ناقانونه کډوالو د یوې بېړۍ تصویر
له ارشیفه د ناقانونه کډوالو د یوې بېړۍ تصویر

د اروپایي ټولنې د کډوالو ادارې نن یوه احصاییه خپره کړه چې له مخې یې په دوه زره درویشتم کال کې په اروپایي ټولنه کې د کډوالو د درخواستونو شمېره ۱۸ په سلو کې زیاته شوې ده.

دا شمېره له دوه زره پنځلسم او شپاړسم کلونو راپه دې خوا چې د کډوالو د درخواستونو شمېر د اروپایي ټولنې په غړیو هېوادونو کې بېساری و، تر بل هر وخت لوړه ده.

د اروپایي ټولنې د کډوالو د ادارې د راپور له مخې، په دوه زره درویشتم کال کې د اروپایي ټولنې په غړیو هېوادونو کې د کډوالو د منلو یو میلیون او څلور لکه عریضې سپارل شوې دي.

په دوی کې تر ټولو ډېر کډوال لومړی د سوریې او بیا د افغانستان دي.

زیلینسکي البانیا ته په سفر تللی

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د ناټو د غړي هېواد البانیا پلازمېنې تیرانا ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې ده چې دی به د البانیا له دولت سره د اوکراین په ملاتړ د یوې سرمشریزې کوربه وي.

د البانیا د بهرنیو چارو وزیر ایګلي حسني په یوه پیغام کې چې په ایکسپاڼه( پخواني ټویټر) کې یې خپور کړی، ویلي دي چې د البانیا له صدراعظم ایدي راما سره د نننۍ سرمشریزې هدف له کییف څخه د ختیځې اروپا د ملاتړ زیاتیدل او پراخیدل دي.

د اوکراین پوځ: اودیيفکا ښار ته له نژدې دوو کلیو مو ځواکونه وایستل

د اوکراین یو پوځي
د اوکراین یو پوځي

د اوکراین پوځ وايي چې ختیځ اودیيفکا ښار ته نژدې له دوو نورو کلیو څخه یې هم خپل ځواکونه ایستلي دي.

د اوکراین د پوځ ویاند دیمیترو لیخووي پرون پر خپله فیسبوکپاڼه ولیکل چې اوکرایني ځواکونه له ستیپوف او سیویرني کلیو څخه چې د اودییېفکا په لویدیځ کې پراته دي، ووتل.

ویاند زیاته کړه چې پرون په سیویرني کې درنه جګړه وشوه.

د هغه په وینا، په دې جګړه کې روسي سرتېرو ته درانه تلفات اوښتي دي.

اودیییفکا د روانې میاشتې په لومړیو کې روسي ځواکونو ونیوه او داسې مهال چې اوکرایني ځواکونه د تجهیزاتو او وسلو له کمښت سره مخامخ دي اوکراین د روسیې پرضد د جګړې په ډګر کې یوه بله ماته وخوړه.

امریکا: ایران پلوي او حزب الله ډله په بریدونو کې د حوثي وسله والو مرسته کوي

د یمن حوثیان
د یمن حوثیان

متحدایالات وايي چې ایراني فعالان په یمن کې له حوثي وسله والو سره د حملو په ترسره کولو کې مرسته کوي.

د یمن لپاره د متحدایالاتو ځانګړي استازي ټېم لیندرکینګ پرون د سنا یوې فرعي کمېټې ته وویل چې ایران او په لبنان کې د دې هېواد د متحدې ډلې حزب الله فعالان په یمن کې دننه حضور لري او له حوثي یاغیانو سره مرسته کوي چې پر نړیوالو کشتیو حملې وکړي.

هغه زیاته کړه چې ایران حوثي وسله وال تجهیزوي او مرسته ورسره کوي.

د لیندرکینګ په وینا، کره راپورونه شته چې په زیات شمېر د ایران او حزب الله فعالان په یمن کې دي او له حوثي یاغیانو سره مرسته کوي.

په نړیوالو اوبو کې پر نړیوالو کشتیو د حوثي یاغیانو له حملو وروسته متحدوایالتونو او برتانیا په دې وروستیو کې په یمن کې څوځلې هوايي حملې وکړې.

د پولنډ صدراعظم د اوکراین د غلو دانو د وارداتو د بندیز خبرداری ورکړ

د پولنډ صدراعظم، ډونالډ توسک
د پولنډ صدراعظم، ډونالډ توسک

د پولنډ صدراعظم وايي، که اروپايي ټولنه د خپلو بازارونو د ساتنې لپاره اقدام ونه کړي، له اوکراین څخه د غلو دانو پر وارداتو د ملي بندیز د غځولو امکان نه شي ردولای.

د سه شنبې په ورځ (فبروري ۲۷) د پولنډ صدراعظم ډونالډ توسک د چک جمهوریت پلازمېنې پراګ ته د خپل سفر پر مهال وویل چې په دې بندیز کې به نور محصولات هم شامل وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې زرګونه پولنډي بزګران سړکونو ته راووتل او له اوکراین څخه د خوراکي توکو د واردولو او د اروپايي ټولنې د شنو قوانینو پر ضد یې خپلو اعتراضونو ته زور ورکړ.

په ګڼو اروپايي هېوادونو کې وروستۍ څو ورځې بزګران د لاریون په پار سړکونو ته وتلي او د اروپايي ټولنې له خوا یې د نویو «تړونونو» او د اوکرایین د غله دانو د بې درېغه وارداتو په وړاندې چې دوی یې غیرعادلانه سیالي بولي خپل غږ پورته کړی.

روسیې د الکسي ناوالني یو پخوانی وکیل نیولی

د کرملین د سرسخته پخواني منتقد الکسي ناوالني دوه اوونۍ مخکې د روسیې په یوه زندان کې ومړ
د کرملین د سرسخته پخواني منتقد الکسي ناوالني دوه اوونۍ مخکې د روسیې په یوه زندان کې ومړ

د کرملین د سرسخته پخواني منتقد الکسي ناوالني یو وکیل واسیلي دوبکوف نیول شوی.

روسي رسنیو د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۷) خبر ورکړ چې د روسیې پولیسو واسیلي دوبکوف د نامعلومو تورونو په تور نیولی دی.

تېره اوونۍ، واسیلي دوبکوف د ناوالني له مور، لیوډمیلا ناوالنیا، سره په شمالي قطب کې د سالخارد ښار ته لاړ او له چارواکو یې غوښتل چې د الکسي ناوالني مړی دوی ته وسپاري.

الکسي ناوالني د فبروري په ۱۶مه د سایبریا په یوه زندان کې مړ شو.

د ناوالني درې پخواني وکیلان هم د نومبر په میاشت کې د افراطیت په تور نیول شوي وو.

د مسکو یوې محکمې په نومبر میاشت کې د تُوندلارۍ په تور د ناوالني د یوې بلې وکیلې اولګا میخایلووا د نیولو امر هم کړی و.

کریملین د کییف متحدانو ته خبرداری ورکړی

په بروکسل کې د ناټو پر مرکزي دفتر د دې ایتلاف بیرغ
په بروکسل کې د ناټو پر مرکزي دفتر د دې ایتلاف بیرغ

کریملین د کییف متحدانو ته خبرداری ورکړی چې که اوکراین ته خپل سرتېري واستوي نو له ناټو سره جګړه به د روسیې ناچاري وي.

دا خبرداری وروسته له هغه ورکول کېږي چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکروز وویل په اوکراین کې د روسیې د بریا د مخنیوي لپاره باید د اوکراین په ملاتړ دې هېواد ته د سرتېرو د استولو په ګډون هېڅ امکان له پامه ونه غورځول شي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن د فبروري ۲۷مه د مکرون د څرګندونو په ځواب کې وویل چې اوکراین ته د ناټو د غړو له لوري د پوځي قطعو د لېږلو احتمال به یوه ډېره مهمه نوې کیسه وي.

کریملین وویل: "موږ باید د روسیې او ناټو ترمنځ د جګړې د احتمال نه بلکې د جګړې د ناچارۍ خبره وکړو."

مکرون پرون د فبروري په ۲۶مه په پاریس کې د اروپايي مشرانو له سرمشریزې وروسته وویل د دوی په غونډه کې په دې اړه چې د اوکراین په ګټه نور سمدستي اقدامات وشي پراخه اجماع وه.

د دې غونډې ګډونوالو موافقه وکړه چې د روسیې د یرغل پر وړاندې د مقابلې لپاره باید اوکراین ته د منځني او لیرې واټن ویشتونکو توغنديو او بمونو د ورکولو لپاره یو ایتلاف رامنځ ته کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG