د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

نیویارک ټایمز: سږکال په افغانستان کې د وژل شویو امریکایي سرتېرو شمېر ۱۴ ته ورسېد


نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د دوو امریکايي سرتېرو په وژل کېدو او د سولې په خبرو مقاله خپره کړې.

ورځپاڼه لیکي، دا امریکایي سرتېري داسې وخت ووژل شول چې د سولې خبرې چټکې شوي او تر څنګ یې د امریکایانو تلفات هم زیات شوي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د دوو امریکايي سرتېرو وژل کېدل تأیید کړي.

که څه هم په اعلامیه کې د دغو سرتېرو په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، خو د نیویارک ټایمز په لیکنه امریکايي او افغان چارواکو ویلي چې دا سرتېري په فاریاب ولایت کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي.

ورځپاڼه لیکي، د دغو دوو سرتېرو په وژل کېدو سره په افغانستان کې سږکال د وژل شویو امریکایي سرتېرو شمېر ۱۴ ته ورسېد.

په ۲۰۱۸ کال کې ۱۳ کسان او وړم ۲۰۱۷ کال کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر یوولس تنه و.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د امریکايي سرتېرو د مرګ ژوبلو زیاتېدل دا ښيي چې امریکايي پوځیان څنګه یو وار بیا په جنګونو کې یرغلیز رول ادا کوي.

په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۱۴ زره تنه یاد شوی، خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې دا شمېر راکم شوی.

امریکايي پوځیان تر ډېره د افغان پوځیانو په روزنه او مشوره بوخت دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، افغان پوځیان چې د جګړې اصلي بار وړي، هره ورځ يې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل کېږي.

ورځپاڼې لیکلي، داسې وخت چې امریکايي ډيپلوماتان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو په هدف له طالبانو سره د سولې یوه تړون ته د رسېدو هڅې کوي، دواړو خواو په یو بل بریدونو ته زور ورکړی دی.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په قطر کې د امریکا او طالبانو په تازه نهم دور خبرو یوه مقاله لیکلې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه، د امریکا او طالبانو خبرې چې هدف یې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسول دي، د چهارشنبې په ورځ یوه حساس پړاو ته داخلې شوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد چهارشنبه قطر ته رسېدلی دی او تمه ده چې هلته له خبرو وروسته کابل ته ولاړ شي.

دواړه لوري دا وار ژر یوې هوکړې ته د رسېدو هیله لري.

وال سټریټ ژورنال د خلیلزاد ټوېټ ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، هڅه به وکړو څو پاتې مسایل حل کړو.

د امریکا او طالبانو دا دور خبرې په امریکا کې له زلمي خلیلزاد سره د ولسمشر ټرمپ او نورو لوړپوړو چارواکو تر یوې غونډې وروسته پيل شوي.

وال سټریټ ژورنال لیکلي چې د دې غونډې ډېر جزیات روښانه نه شول، خو ولسمشر ټرمپ وروسته د سولې خبرې ښې وبللې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هیله ښودلې وه چې د سپټمبر تر لومړۍ له طالبانو سره یو تړون وشي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي چې چارواکو د امریکا او طالبانو د تړون په مهمو برخو چې موافقه یې ځنډولې، هېڅ نه دي ویلي، خو داسې ښکاري چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه اختلاف کم شوی.

XS
SM
MD
LG