ګارډین:
ګارډین ورځپاڼه په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو د ډلو په وینا لیکي، د سولې له ناسم تړون سره به افغانستان یو ځل بیا له ګډوډیو سره مخامخ شي.
ورځپاڼې د افغانستان د ښځو د غږ د سازمان د موسسې ثریا پاکزاد خبرې را اخیستي دي چې وایي، داسې برسېرن تړون چې د افغانانو سم استازیتوب پکې نه وي، ښایي د تېرو اتلسو کلونو لاسته راړونې له ګواښ سره مخامخ کړي.
ګارډین وړاندې لیکي، د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو له مبارزو سره یوځای روانې دي، طالبانو دا ټاکنې بایکاټ کړي دي چې تر اوسه دوه ځله ځنډېدلې دي.
ورځپاڼه د بشري حقونو د ډلو په وینا لیکي چې دا وېره شته که دا انتخابات بیا وځنډېږي یا لغوه شي، ښایي د یوه ډموکراتیک حکومت پر ځای د امارت په څېر یو حکومت واکمن شي.
ورځپاڼه بیا د بشري حقونو د فعالانو په وینا لیکي چې د سولې اوسنۍ خبرې ښایي پر دې متمرکزې وي چې بهرني ځواکونه په دې شرط له افغانستانه ووځي چې د افغانستان راتلونکی سیاسي چاپېریال خوندي وي، خو د خبرو پر مېز د دیارلس زره طالب زندانیانو د خوشې کېدو خبره کېږي چې ښایي د دوی یوه برخه په راتلونکې حکومت کې ونډه ولري.
ګارډین بیا د ثریا پاکزاد په وینا لیکي، که چېرته د سولې په خبرو کې د اتلس کلونو د لاسته راړونو تضمین نه وي، نو ښایي یوځل بیا افغانان هر څه له صفره پیل کړي.
ورځپاڼه بیا د ملګرو ملتو هغه پلاوي ته اشاره کوي چې تېره میاشت افغانستان ته تللی و، د دې پلاوي مشرې فومزیل مالامبو نجوکا ویلي وو چې ښځې په افغانستان کې داسې تړون نه غواړي چې د دوی د حقونو په قیمت وي.
واشنګتن پوسټ:
واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د داعش په اړه لیکنه خپره کړې ده.
دې ډلې د کابل په لوېدیځ کې د شنبې د ماښام د برید مسؤلیت منلی دی.
دا حمله د واده پرمهال وشوه چې لږترلږه ۶۳ تنه پکې ووژل شول او نږدې ۲۰۰ نور ټپیان شول.
د ورځپاڼې په باور، د داعش دا برید د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره چې د نهایي کېدو په حال کې دي، یو ګواښ دی.
واشنګتن پوسټ وړاندې لیکي، داعش د روان کال په پیل کې خپل خلافت په عراق او سوریه کې له لاسه ورکړ خو د شنبې د ورځې د کابل له بریده ښکارې چې د اسلامي دولت ډله له پخوانیو سرحدونو ورها خوا لاهم د یوه ځواک په توګه په خپل حال ده.
واشنګتن پوسټ لیکي، داعش په افغانستان کې د خپل حضور د پراخېدو په حال کې دی او دا ډله خپل وحشي بریدونه د ښځو او ماشومانو په ګډون پر ملکیانو کوي، په ځانګړي ډول شیعه مذهبي په نښه کوي.
ورځپاڼه د منځنۍ اسیا په چارو کې د ویلسن مرکز د څېړونکي مایکل ګوګلمن په وینا لیکي چې د داعش اکثریت کسان لاهم په ننګرهار کې دي، خو په کابل کې د واده په مراسمو کې د دې ډلې وروستی برید په دغه ښار کې د دې ډلې د نفوذ د پراخېدو نښه ده.