د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

هشت صبح: ولې یو نیم میلیون رأيې پاڼې زیاتې چاپ شوي؟


د کابل د نن ورځې ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو او موضوعاتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله د سولې روانو هلو ځلو ته ځانګړې کړې او غوښتنه يې کړې چې د سولې فرصت مه ضایع کوئ.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ به نهم پړاو خبرې ډېرې ژر پیل شي.

سرمقاله لیکونکي د طالب استازو له قوله لیکلي دي چې د دواړو لوریو ترمنځ به کوچني اختلافات حل شي او د سولې هوکړه به ډېر ژر لاسلیک شي.

وړاندې په سرمقاله کې ادعا شوې چې له همدې هڅو سره سره د سولې په وړاندې مخالفتونه او خنډونه هم موجود دی.

د سرمقالې لیکوال افغان حکومت تورن کړی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د کېدونکې هوکړې په وړاندې خنډونه جوړوي، ځکه د سرمقالې د لیکوال په باور، افغان حکومت د سولې پر ځای ولسمشریزو ټاکنو ته لومړیتوب ورکوي.

په سرمقاله کې همداشان په کابل کې د واده په مراسمو خونړۍ حمله او په کوېټه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په ورور برید د سولې په وړاندې د مخالفت هڅه بولي، خو سرمقاله لیکونکی له دواړو لوریو غوښتنه کوي چې له رامنځته شوي فرصته باید په تمامه معنا ګټه واخیستل شي او په افغانستان کې تلپاتې سوله ټینګه شي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې بیا داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې ته په اشارې سره لیکلي دي چې د دغې ډلې د له منځه وړولو لپاره شعار نه بلکې عمل په کار دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې اسلامي دولت ډله یا داعش له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې وسله وال فعالیت کوي، خو حکومت هغه مهال د دغې ډلې په وړاندې د مبارزې ژمنه وکړي کله چې دغه ډله کومه خونړۍ حمله ترسره کړي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي چې امنیتي بنسټونو بار بار د داعش ډلې د له منځه وړولو شعار ورکړی، خو دغه وسله واله ډله نه یوازې دا چې له منځه نه ده وړل شوې، بلکې ورځ تر بلې په یوه قوي ګواښ بدلېږي.

د سرمقالې په پای کې غوښتنه شوې چې باید د دغې ډلې د له منځه وړلو لپاره امنیتي په ځانګړي ډول کشفي او استخباراتي بنسټونه پراخې هلې ځلې وکړي.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې خپله سرمقاله انتخاباتي مسایلو ته ځانګړې کړې او لیکلي یې دي چې ولې یو نیم میلیون رأيې پاڼې زیاتې چاپ شوي دي؟

د سرمقالې لیکوال لیکلي، په داسې حال کې چې د ټولو رأیې ورکوونکو شمېر نهه نیم میلیونه کسان اټکل شوی، خو رأيې پاڼې ورته ۱۱ میلیونه چاپ شوي دي.

سرمقاله لیکونکی فکر کوي چې په دې شمېر د زیاتو رأیو پاڼو چاپ تقلب ته زمینه برابروي او باید انتخاباتي کمېسیونونه په دې اړه وضاحت ورکړي.

XS
SM
MD
LG