د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۹ مرغومی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۲۲

د افغانستان له خپلواکۍ وروسته په سلو کلونو کې اقتصادي اصلاحات


د افغانستان پخوانی پاچا شاه امان الله خان

لیکوال: د استرالیا د ملي پوهنتون استاد نعمت الله بېژن

ژباړه: خان محمد سیند

په ۱۹۱۹- ۱۹۲۹ کلونو کې د شاه امان الله په مشرۍ د استقلال او اصلاحاتو تر شعار لاندې د افغانستان د مشروطه نهضت په رامنځته کېدو سره افغانستان د پام وړ بدلونونه تجربه کړل.

په دې دوره کې درې مهمې پېښې یوځای رامنځته شوې چې د دولت جوړونې سیاست، د دولت اړیکې او ټولنه په کې شامل وو.

لومړی افغانستان د بریتانېې له امپراطورۍ د خپل بهرني سیاست کنټرول ترلاسه کړ چې استقلال ورته ویل کېږي.

دوهم افغانستان چې له انګلیسه یې کومې پیسې ترلاسه کولې، له لاسه یې ووتې.

درېیم د افغانستان د عصري کولو لپاره د اقتصادي او سیاسي جامع اصلاحاتو نوی رژیم پیل شو.

دغو درېیو واړو پېښو د مالیاتي عایداتو او سیاسي مشروعیت په دلیل د وخت، د دولت او د هېواد د خلکو ترمنځ یووالی پراخ کړ.

په ۱۹۱۹ کال کې د افغانستان د سیاسي استقلال ترلاسه کېدلو د افغانستان په خلکو او د جنوبي او مرکزي اسیا په مسلمانانو کې د امان الله خان مشروعیت ډېر کړ.

افغانستان د «ملتونو د ټولنې» چې وروسته یې نوم په ملګرو ملتونو واوښت، یوازنی مسلمان غړی شو.

که څه هم افغانستان له شوروي اتحاد، ترکیې ،المان، فرانسې او له اېتالیې پوځي او فني مرستې ترلاسه کړې، خو دغو مرستو ونه کړای شول چې د بریتانیې د منظمې یارانې ځای ونیسي.

دولت د عایداتو د پیاوړتیا لپاره د حقوقي نظام طرحه، د مالیاتو د نوي قانون وضعه کول او د مالیاتو مدیریت سمبال او مالیات یې متمرکز کړل.

مالیاتي سېستم په منظمه توګه تنظیم او غیر نقدي مالیې له منځه لاړې او له دې وروسته مالیه ورکوونکي مکلف وو چې خپله مالیه په نقده توګه دولت ته ورکړي.

پر ځمکه د مستقیمو مالیاتو بیه لوړه او پورونه ډېر شول چې په ټوله کې په پنځو کې درې مالیه له کورنیو عوایدو تر لاسه کېده.

دولت ګمرکي دندې اسانه کړې خو بیا هم د مالیاتو راټولول سخت وو او دولت له خانانو او سرحدي قبایلو سره چې تر ډېره حده یې له سرحدي قاچاقه ګټه اخیسته، په شخړه کې وو.

حکومت د محمد زایانو، مذهبي متنفذینو او د قبایلو د مشرانو تنخواګانې او امتیازونه ختم کړل چې دا کار د هغو او شاه ترمنځ د لویې نارضایتۍ لامل شو.

دولت د ټولو شهروندانو د حقونو د ډېرولو او د مسؤلیتونو د برابرولو په خاطر، په غیر مسلمانانو جزیه لغوه کړه، اساسي قانون او لویه جرګه د ملت د عالي استازي په توګه جوړه او شاه امان الله خان درې ځلې دایره کړه.

بودجه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۲ میلادي کال کې معرفي شوه او افغانۍ په ۱۹۲۳ کال کې د نوي پولي واحد په توګه بدله شوه او ملي بانک په ۱۹۲۸ میلادي کال کې تاسیس شو.

په کابل کې د دفتري اصولو ښوونځی د دې لپاره تاسیس شو چې د دولت د مالي مدیریت ظرفیتونه جوړ کړي، څو د خپلو فارغ التحصیلانو د ګمارلو له لارې له مالي مهمو منصبونو سره مرسته شوي وي.

سربېره پر دې امان الله خان د وزیرانو شورا تر خپل ریاست لاندې تاسیس کړه.

امان الله خان په ټولنیزو اصلاحاتو کې غلامي په رسمي توګه لغوه کړه او د روزنې سېستم يې پراخ کړ چې په دې کې د ښځو رسمې روزنه او د دیني مدرسو اصلاح شامله او د عسکرۍ د خدمت دوره اجباري شوه.

همداشان دولت هڅه وکړه چې د ډېرو ښځو کول، د ماشومانو ودونه او بد (د اختلافاتو په حل او فصل کې د ښځو بدلول) محدود کړي.

سربېره پر دې حکومت د کورنیو د مسایلو قانون معرفي کړ چې دولت ته یې اجازه ورکوله چې د کورنیو په خصوصي حوزه کې مداخله وکړي، هغه څه چې پخوا نه عملي کېدل.

د اماني رژیم اقتصادي اصلاحات د ټولنیزو اصلاحاتو په پرتله اغېزمن وو.

اقتصادي اصلاحات د ډېرو عوایدو د ټولولو سبب شول، د مشروطه خواهانو دحاکمیت په لومړي سر کې د حکومت عواید ۱۸۰ میلیونو کابلیو روپیو ته پورته شول.

د ټولو مالیاتو ۴۴ فیصده له ځمکو، ۱۴ فیصده د څارویو له رمو او ۲۲ فیصده له ګمرکونو راټولېدله.

د عواید ۲۲ فیصده وسله والو ځواکونو، ۱۱ د پادشاه دربار او شااوخوا ۸ فیصده روزنې ته ځانګړې شوي وو، دولت حتی د بودجې مازاد هم رامنځته کړ.

په عین وخت کې د کلنیو عوایدو کابو ۳۷ فیصده برخه د احتمالي لګښتونو لپاره ځانګړې شوه.

د افغانستان په معاصر تاریخ کې د دراني امپراطورۍ له تاسیس وروسته د لومړي ځل لپاره حکومت وتوانېد چې د دولت لګښتونه د کورني عوایدو له لارې پوره کړي.

په دغه دوره کې د اصلاحاتو عمده ستونزه د مرکزي دولت د قدرت د پراخېدو هڅه وه، چې د درې میکانیزمونو له لارې یې د خلکو پر ژوند مستقیم اثر کولی شو لکه مالیات، عسکري خدمت او د کورنیو په ژوند کې د حکومت مداخله.

د دغو اصلاحاتو لګښت لامل شو چې خلک ډېر فشار احساس کړي، ځکه د شلمې پېړۍ په نیمايي او د یوویشتمې پېړۍ په پیل کې اکثره ملي پروګرامونه د بهرنیو مالي سرچینو له لارې تمویلېدل.

دغه اصلاحات د خلکو د مالیاتو له لارې تامینېدل، په دې مورد کې د اخرم په کتاب کې د «په افغانستان کې د بهرنیو مرستو تناقص» تر عنوان لاندې مطلب کې په تفصیل سره لیکل شوي دي.

له حده وتلي مالیه او له اداري او سیاسي صلاحیتونو څخه ناوړه استفاده له حکومت څخه د ټولنیزې نارضایتۍ لامل شوه.

په ۱۹۲۷ کال کې په یوه کلي کې ۳۰ بزګرو د مالیې پر وزیر حمله وکړ چې دغه کار له حکومته د خلکو نارضایتي څرګنده کړه.

دولت پر بزګرانو او د ښار پر خلکو شدیده مالیه وضعه کړه، پر صادراتو او وارداتو چې سوداګرو ته یې زیان رساوه، هم مالیه ډېره شوه، د بیلګې په توګه، پر ګټورو او ضروري موادو له ۱۰ نه تر ۱۴ فیصدو پورې، پر لوکسو کالیو ۱۰۰ په سلو کې مالیه وضعه شوې وه، خو په عمل کې له ۲۰ فیصدو څخه نیولې تر ۲۰۰ فیصدو پورې وه، حتی کورنی تجارت پنځه فیصده و.

سربېره پر دې د کابل ښار پر اوسېدونکو د سړي پر سر مالیه هم وضعه شوه.

د دولت د چارواکو د حقوقو کموالی، په نغده توګه د مالیاتو د راټولو نوې لارې او د فساد ضد اقداماتو حکومت له ستونزو سره مخ کړ، ځکه مخکې له دې مالیاتي چارې ساده وې، یعنې په جنسي (غیر نقدي) توګه ترسره کېدلې.

دغو اصلاحاتو داسې بدلونونه رامنځته کړل چې د چارواکو او نورو ټولنیزو کړیو لکه مذهبي او قومي موسسو ترمنځ یې اړیکې ګډې وډې کړې، ځکه دغو اصلاحاتو سیاسي جوړښت او د دولت نقش رغاوه، دغه مورد په تېرو څلورو لسیزو کې موجوده ثبات کمزوری کړ او امان الله خان په پلازمېنه کې له بلواو سره مخ شو.

په ۱۹۲۴ کال کې د خوست پر بلواګانو د دولت د دوو کلونو عواید مصرف شو.

د خوست د بلواګانو دلیل د امان الله خان د اداري قانون (نظامنامه) وه چې په ۱۹۲۳ کال کې تصویب شوې وه او داسې نور موارد هم وو لکه د ښځو ازادي او په کورنیو ستونزو کې د دولت د مداخلې اجازه.

ځینو ملایانو دغه اداري قانون له اسلامي احکامو او د قران له روحیې سره مخالف ګاڼه.

دغې بلوا څه باندې نهه میاشتې دوام وکړ.

د دغو ټولنیزو فشارونو له امله دولت نه یوازې دا چې، د بودجې د تامینولو د اصلاحاتو لپاره له لازمو منابعو څخه بې برخې شو، بلکې اړ شو چې د اصلاحاتو ځینې برخې بدلې کړي.

د افغانستان اصلاحات او په ځواک کې د مشروطه نهضت څرګند نقش بریتانوي هند یا د بریتانیې امپراطور ته بې ثباته کوونکی و، هغه څه چې اوس ترې پاکستان ډارېږي او په افغانستان کې د بنیادي اصلاحاتو د کمزوري کولو هڅې کوي.

د بریتانیې د امپراطورۍ مداخلې په دوو برخو کې په افغانستان کې رامنځته شوې او بحران یې شدید کړ.

بریتانوي امپراطور ډېر ځله د هند له لارې د افغانستان سوداګري بنده کړه، همدارنګه بریتانیې د قبایلو ځیني مشران او نفوذ لرونکي اشخاص د پیسو په ورکړه د اماني رژیم د مشروعیت د کمزوري کولو په خاطر تقویه کړل، د بېلګې په توګه د حکومت پرضد د وسله والو بلواګانو پرمهال امان الله خان وسلو ته سخته اړتیا لرله، خو انګلیسانو اجازه ورنه کړه چې وسله افغانستان ته را ولېږدېږي.

په ۱۹۲۸ میلادي کال کې د دولت پرضد وسله والې او د محافظه کارانو بلواګانې په ټول هېواد کې خورې شوې.

دغه وضعیت دولت ۳۰ فیصده د ځمکو له مالیاتو څخه بې برخې کړ.

د بلواګانو مشرانو امان الله خان ته خبرداری ورکړ چې د کورنیو قانون دې لغوه، مالیات دې ټیټ او علماء دې پخواني دریځ ته ستانه کړي.

که څه هم امان الله خان چمتو و چې د تاج او تخت د امنیت لپاره دغه غوښتنې ومني، خو په مرکزي دولت کې ګډوډۍ او پرله پسې بلواګانې د رژیم د سقوط لامل شوې.

سره له دې چې د امان الله خان حکومت ونه توانېد چې په نظر کې نیول شوي اصلاحات پلي کړي او سقوط شو، خو د امان الله له دورې وروسته اکثرو حکومتونو هڅه کړې چې د امان الله د دورې پیل شوي اصلاحات پلي کړي.

څه چې امان الله خان یې د هېواد په اکثرو رهبرانو کې ښه ځلاوه، هغه د ده رښتینولي، زړورتیا او د هېواد د سیاسي او اقتصادي کمزورۍ ختمولو ته د ده ژمنتیا وه.

د امان الله خان د دورې اصلاحات د هېواد په معاصر تاریخ کې د پام وړه موضوع ده، خو د اماني دورې اصلاحات د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو او شرایطو سره برابر نه دي.

په نولسمه او شمله پېړۍ کې د دولت جوړونې لپاره هڅه کېده چې له تودې وسلې ډېره لږه ګټه واخیستل شي او وسله د ملت جوړولو لپاره موثره وسیله نه ده او موضوع له اوس سره سمون نه خوري.

افغانستان نوي فصل ته اړتیا لري او د اماني دورې اصلاحات به تر ډېرو کلونو پورې د دې هېواد د ستونزو او فرصتونو پېژندلو ته ښه زمینه وي.

XS
SM
MD
LG