د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۳

انډپنډنټ: د واده جشن، کنسرت او د خوړو مراسم هم په کابل کې پرته له تاوتریخوالي نه وي

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې د افغانستان په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: د افغانستان د استقلال د کلیزې په ورځ د ودونو په سالون کې د حملې په نتيجه کې ټولوژنه وشوه.

د دوشنبې په ورځ د بمي چاودنو موج جلال اباد ښار ولړزاوه او د چارواکو په وینا، شااوخوا ۶۶ کسان ټپیان شول.

دوه ورځې مخکې د کابل په لوېديځ کې د واده په مراسمو کې ځانمرګي برید په نتيجه کې ۶۳ کسان ووژل شول او ۲۰۰ نور ټپیان شول.

ورځپاڼې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې د ورځې وینا ته پام کړی دی.

ښاغلي غني د افغانستان د خپلواکۍ د بیا اخیستلو د کلیزې په مناسبت جوړو شويو مراسمو کې وویل چې په کابل کې د شنبې د ورځې د حملې د قربانيانو غچ به واخلي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د دوی اندېښنه دا ده چې له افغانستانه د امریکا له وتلو سره به دا هېواد په کورنيو جګړو بوخت شي او د داعش ډلې په ګډون به په افغانستان کې د بهرنيو ډلو او طالبانو حاکمیت ته لاره هواره شي.

انډپنډنټ:

انډپنډنټ ورځپاڼې هم په کابل کې مرګونې پېښې ته اشاره کړې او لیکلي يې دي، د واده جشن، کنسرت او حتی د خوړو مراسم په کابل کې پرته له تاوتریخوالي نه وي.

ورځپاڼې د واده د زوم میرویس عَلَمي له قوله لیکلي چې د خپلو مېلمنو خاورو ته سپارلو په مراسمو کې د ګډون توان نه لري.

علمي د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په واده کې يې هېڅ لوړپوړی چارواکی نه و، ټول عادي خلک وو.

د ځانمرګي بمي حملې مسؤلیت اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پر غاړه اخیستی.

انډپنډنټ ورځپاڼه لیکي، که څه هم په افغانستان کې په اکثریت تاوتریخوالي کې طالبان لاس لري، خو داعش چې د طالبانو متحده ډله نه ده، په دې هېواد کې لږ خو ټينګ حضور لري.

د ورځپاڼې په وینا، د طالبانو برعکس، داعش فرقه یي ستونزو ته لمن وهي او ډېری وختونه د شیعه افغانانو جوماتونه، د سپورت ځایونه او ښوونځي هدف ګرځوي.

په مقاله کې راغلي چې امريکايي مذاکره کوونکو له طالبانو سره د خبرو پر مهال هڅه کړې چې له طالبانو تضمین واخلي چې د داعش سخت دريځې ډلې ملاتړ به نه کوي.

ورځپاڼې لیکلي، افغان چارواکي اندېښنه لري چې امريکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو په لټه کې ده.

ورځپاڼې همداراز لیکلي، امريکا دا کار پرته له داسې رښتیني انتقالي دورې له رامنځته کولو کوي چې د طالبانو مقاصد او د داعش د تهديد پراخوالی وازمايي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG