د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

اتلانتیک: امریکایانو ته مهمه ده چې په افغانستان کې ماته ومني


د امریکا او بریتانیا ګڼو ورځپاڼو د کابل د شنبې د شپې د خونړۍ بمي حملې او د داعش له لوري د دې برید د مسؤلیت منلو په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

نیویارک پوسټ:

نیویارک پوسټ ورځپاڼې د جنازې د لمانځه عکس خپور کړی چې په هغه کې د لمونځ کوونکو مخې ته ګڼ تابوتونه لیدل کېږي.

دې ورځپاڼې د پېښې د جزیاتو د خپرولو ترڅنګ یې لیکلي چې د کابل ښاریان په دې غوصه شوي چې د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا او طالبانو د سولې له خبرو سره سره د تشدد او وینې بهیدا د پای ته رسېدو څرک نه لګېږي.

ورځپاڼې د داعش له لوري د دې برید د مسؤلیت منلو موضوع ته په اشارې لیکلي چې دې ډلې په خپله ویبپاڼه کې کښلي چې دا برید د دوی یوه پاکستاني غړي کړی دی.

ورځپاڼې د کابل د ودونو د سالونونو په اړه لیکلي چې رنګارنګ څراغونو یې دې ښار ته ښکلا او رونق ورکړي دي.

میرر:

د بریتانیا میرر ورځپاڼې هم د پېښې د جزیاتو تر څنګ د ماتو چوکیو او مېزونو، ټپیانو، ویرجنو انسانانو، تازه کیندل شویو قبرونو او د قربانیانو د کوټه شویو بوټونو عکسونه خپاره کړي دي.

ورځپاڼې لیکلي چې دا برید یوه ورځ وروسته له هغې چاودنې وشو چې د پاکستان د بلوچستان ایالت د کچلاغ په یوه مدرسه او جومات کې وشو او په ترڅ کې یې د طالبانو د مشر ورور ووژل شو.

طالبانو د کابل په برید کې لاس لرل رد کړي دي.

د افغانستان په اړه په لوېدیځو ورځپاڼو کې بله مطرح شوې موضوع د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هڅه ده.

اتلانتیک:

اتلانتیک خپرونې په دې اړه لیکلي، داسې ښکاري چې د ټرمپ حکومت به په څو ورځو یا څو اوونیو کې له طالبانو سره داسې موافقه اعلان کړي چې پر اساس یې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي.

اتلانتیک وايي، که داسې وشي، د امریکا حکومت به ښايي ژر د خلکو د نظرونو په یوه نوې جګړه کې ځان ښکېل ومومي او پوښتنه به دا وي چې ایا امریکا وګټله او که یې وبایلله؟

خپرونه دې پوښتنې ته په خپله ځواب وايي او لیکي:

ځواب تر یوه حده د کېدونکي جوړجاړي له شرایطو سره تړلی دی، خو په عین حال کې د موافقې په اړه د عامو خلکو نظرونه هم مهم دي.

اتلانتیک زیاتوي، د خبرو اترو له لارې د سولې په جوړجاړي کې عموماً د دواړو خواوو له لوري څه ورکړه او څه واخله شامله وي، خو د اوسنۍ معاملې منتقدان وايي چې دا داسې ده لکه چې امریکا غاړه ږدي.

له همدې کبله اتلانتیک د خپلې دې لیکنې لپاره دا سرلیک غوره کړی:

"امریکایانو ته مهمه ده چې په افغانستان کې ماته ومني"

XS
SM
MD
LG