- فارن پالېسي
فارن پالېسي خپرونې له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو په خبرو او د سولې په پروسې یوه مقاله لیکلې ده.
خپرونې لیکلي دا چې اوس امریکا له طالبانو سره د تړون د بشپړولو په لټه کې ده باید دوو مسئلو ته پام وکړي.
د فارن پالېسي په خبره لومړۍ مسئله دا چې امریکا تېر وتلې وه چې وسلهوال مخالفین به مات کړي او باید لا وختي د پوځیانو په وتلو غږېدلې وی.
دوهمه مسئله چې فارن پالېسي لیکلې هغه له طالبانو سره د امریکا تړون دی چې د مقالې له مخې ښايي تاوتریخوالی د کمېدو په ځای زیات کړي.
امریکا له طالبانو سره اته دور خبرې کړي څو یوه تړون ته په رسېدو په افغانستان کې خپله اوږده ۱۸ کلنه جګړه پای ته ورسوي.
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد اتم دور خبرې د اګسټ په ۱۲مه پای ته ورسولې او ګټورې یې وبللې، خو د کوم تړون د بشپړېدو یادونهیې لا نهده کړې.
فارن پالېسي لیکلي، دې ته له پام پرته چې امریکا به په څومره مهارت خبرې کوي، خو افغانستان ښايي د امریکا له وتلو وروسته له لا یوې سختې کورنۍ جګړې سره مخ شي.
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي مخکې ویلي چې د وتلو د یوه تړون په لټه کې نهدی، بلکې د سولې معامله غواړي او افغانستان یوازې نهپرېږدي.
- ایکانومیست
ایکانومیست خپرونې لیکلي، متحده ایالات او طالبان یوه تړون ته نږدې شوي دي.
خپرونه لیکي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د اتم دور خبرو تر پای ته رسولو وروسته ونهویل چې د امریکايي پوځیانو د وتلو لار خلاصوونکی تړون دې شوی وي.
ایکانومیست خپرونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه پخواني چارواکي او د کړکېچ د نړیوالې ډلې د اوسني غړي لاورل مېلر په حواله لیکلي چې د خبرو برخهیې اسانه وه.
خپرونه لیکي خلیلزاد له طالبانو غواړي چې اوربند وکړي او له افغانانو سره په یوه سیاسي جوړجاړي خبرې وکړي.
په دوام کې راغلي روښانه نهده چې د امریکا لپاره سرې کرښې څه دي.
د خپرونې په لیکنه ډېری افغانان مشخصاً هغه کسان چې اوس وخت واک کې دي وېرېږي داسې نهشي چې متحده ایالات د وتلو لپاره د بېړې په خاطر لوی امتیازات ورکړي.
ایکانومیست لیکي د مثال په توګه وېره دا ده چې د یوه رسمي اوربند پر ځای د تاوتریخوالو د کمېدو لپاره موقتي زمینه برابره شي.