د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

واشنګټن پُسټ: د افغانستان پوهنه د سیاستونو او تاوتریخوالو ښکار کېږي


ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پُسټ

واشنګټن ورځپاڼې د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنو ته توجه کړې او لیکلي یې دي، ډېری له ښوونځیو چې د طالبانو لپاره یو هدف کېدای شي د رأی ورکونې د مرکزونو په توګه استفاده کېږي.

د ورځپاڼې په لیکنه د افغانستان پوهنه د سیاستونو او تاوتریخوالو ښکار کېږي.

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې دا هم لیکلي د ګڼو نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم ښوونځي د رأی ورکونې د مرکزونو په توګه کارېږي او د طالبانو هدف ګرځېدلی شي هغه څه چې تېرو کلونو کې لیدل شوي.

د ملګرو ملتونو په حواله لیکل شوي چې په ښوونځیو بریدونو سږ درې میاشتې د تېر کال د همدې مودې په نسبت دوه برابره شوي.

ورځپاڼې په کندهار کې د علي نیکه ښوونځي د سرښوونکي محمد په حواله لیکلي چې ښه ده معارف له سیاست او انتخاباتو لیرې وساتل شي.

په دوام کې د پوهنې د وزیر میرویس بلخي په حواله هم راغلي چې په جون میاشت کې یې ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته لیکونه استولي او له هغوی یې غوښتي و چې له ښوونځیو د رأی ورکونې د مرکزونو په توګه استفاده ونه‌شي.

ښاغلي بلخي همداراز ویلي ښه ده چې له جوماتونو او یا د خلکو د راټولېدو له نورو مرکزونو د رأی ورکونې او انتخاباتو لپاره کار واخیستل شي.

واشنګتن پُسټ ورځپاڼې د وزیر بلخي دا خبره هم راخیستې چې ویلي یې دي لیکونه‌یې هم ولسمشر او هم اجرائیه رئیس نه‌دي ځواب کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ویلي له دې پرته بل انتخاب نه‌لري، نو ځکه ۷۰-۸۰ فیصده له ښوونځیو د رأی ورکونې د مرکزونو لپاره استفاده کوي.

  • انډپنډنټ پېرژن

انډپنډنټ پېرژن بریتانوي ورځپاڼې د هغو ایراني ښځو په لویو ستونزو یوه مقاله خپره کړې چې له افغانانو او ځينو نورو بهرنیو سړیو سره‌یې وادونه کړي دي.

د مقالې له مخې یو نیم تر دوه لکه ایرانۍ ښځې بهرنیانو، ډېری افغانانو ته واده شوي، خو د دغو ښځو لسګونه زره ماشومان له ایراني تابعیته محروم پاتې دي.

ورځپاڼې دا ټکی هم راخیستی چې په ایران کې ګڼو شیعه افغانانو له ایراني ښځو سره وادونه کړي او دلایل‌یې هم واضح دي ځکه دوی نسبت نورو بهرنیو سړیو ته په فارسي ژبې د پوهېدو په خاطر له ایراني ښځو سره ژر اړیکه نیولی شي هغه څه چې عراقیان یا نور بهرنیان په‌کې ډېر کامیابه نه‌دي یاد شوي.

د ایران د دولت د تېر کال طرحه چې ایرانۍ ښځې د خپلو زامنو لپاره د تابعیت غوښتنه کولای شي د ایران ملي شورا تصویب کړله، خو د ایران نګهبان شورا چې لویې پرېکړې یې په لاس کې دي تر اوسه نه‌ده تأیید کړې.

په مقاله کې راغلي چې که څه هم د شورای نګهبان ویاند عباس علي کدخدايي هماغه وخت د لایحې له اصل سره د دې شورا د موافقې خبره کړې وه، خو ویلي یې و چې ځینې وړې ستونزې لري.

انډپنډنټ پېرژن لیکلي نګهبان شورا دا قانوني لایحه تأیید نه‌کړه ځکه د مقالې له مخې د دې شورا ۴۰ کلنې سابقې ته په کتو دې شورا نه‌یوازې د ښځو حقونه نه‌دي تأمین کړي، بلکې تل‌یې په وړاندې درېدلې هم ده.

د مقالې له مخې شورای نګهبان یوازې او یوازې د دې لپاره دا قانون رد کړی چې ګواکې له مخې یې د هغو ایراني ښځو ماشومانو ته هم تابعیت ورکول کېږي چې له یوه اروپايي یا امریکايي سړي سره‌یې واده کړی وي.

په ورځپاڼه کې د ایراني ښځو او افغان سړیو د ماشومانو د ښوونځیو او سبقونو ستونزو ته هم یادونه شوې چې تر ۱۳۹۵ کاله ښوونځیو ته نه‌پرېښودل کېدل، خو د ایران د رهبر علي خامنه‌اي تر سپارښتنې وروسته دا ستونزه تر یوې اندازې رفع شوه.

د مقالې لیکوال په سوریه کې د ایران په ګټه د زرګونه افغانانو جنګېدل هغه څه یادوي چې له امله‌یې ایراني ښوونځیو ته د ماشومانو د ورتګ محدودیتونه لیرې کړل.

XS
SM
MD
LG