د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۵۶

په یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو کې د افغانستان په اړه تبصرې


ارشیف، د امریکا چاپ یو شمېر ورځپاڼې
  • شتوتګارتر نخریختن

جرمني ورځپاڼه شتوتګارتر نخریختن د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دا ورځپاڼه لیکي، کوم بنیاد چې امریکایانو له طالبانو سره د مذاکراتو پر مهال ایښی، ښایي له افغانستانه د جرمني پوځیانو وتلو ته هم لاره هواره کړي.

خو دا جرمنۍ ورځپاڼه لیکي، دا به وشي، خو ستر خنډونه به پاتې شي او هغه پراخه لوږه ده چې ډېر افغانان ورسره مخامخ دي او د دوی د شخړو طبیعت دی.

شتوتګارتر نخریختن وړاندې لیکي چې د افغانستان تر ټولو زیاته عایداتي سرچینه د تریاکو ده او د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړې دیني او عقیدتي بڼه نه‌لري، خو له بده مرغه کله هم دې برخو ته زیاته پاملرنه نه‌ده شوې.

  • نیویارک ټایمز

د سولې د خبرو په اړه بله خپرونه، امریکایۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز بیا لیکي چې داسې ښکاري چې د امریکا متحده ایالات له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو تړون ته له طالبانو سره نږدې شوي دي.

ورځپاڼه وړاندې د یو شمېر افغان پوځي او ملکي چارواکو په وینا څرګندوي چې افغان ځواکونه چې په وروستیو کلونو کې په خورا بد وضعیت کې دي د خپل هېواد په ډېرو برخو کې تقریباً یو مخ په دفاعي حالت کې راغلي دي.

د افغانستان پوځي چارواکو تېر کال ویلي و چې دوی به د دفاعي حالت پر ځای تهاجمي حالت خپل کړي.

ورځپاڼه بیا لیکي چې اکثر تهاجمي عملیات د افغان او امریکایي ځواکونو وړې ډلې ترسره کوي چې هوایي ځواکونه‌یې ملاتړ کوي.

نیویارک ټایمز لیکي، د افغان ځواکونو بد وضعیت تر ډېره طالبان له امریکایي پلاوي سره د سولې په خبرو کې برلاسه کړي دي او دا خبرې پای ته نږدې شوې دي چې ښایي نتیجه‌یې ډېر ژر اعلان شي یا څو اوونۍ نورې وځنډېږي.

ورځپاڼه بیا لیکي چې د روان کال له جنورۍ تر جولای میاشتې پورې تر ۲۳۰۰ ډېر افغان ځواکونه وژل شوي دي چې تر ۸۷ فیصده ډېر د طالبانو د بریدونو پر مهال چې پر امنیتي پوستو، د تلاشي پر مرکزونو او امنیتي مرکزونو یې کړې دي، وژل شوي دي.

نیویارک ټایمز بیا د یو شمېر حکومتي چارواکو په وینا خبر ورکوي چې تهاجمي بریدونه یوازې د امریکا په ملاتړ افغان ځانګړي ځواکونه ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG