د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۲۵

تګاب کې د یو توغندي لګېدو ۴ ملکي وګړي وژلي


د افغانستان په عمومي نقشه کې کاپیسا ولایت

د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د یو توغندي د لګېدو په پېښه کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش د ملکي وګړو مړینه تأییدوي او وايي په دې اړه څېړنې پیل شوي چې دا توغندی د کوم لوري له‌خوا توغول شوی دی.

په سیمه کې عیني شاهدانو وویل، د تګاب ولسوالۍ په جاروخېل سیمه کې د ملکي وګړو د استوګنې پر یوه کور د توغندي د را پرېوتو په پېښه کې ۴ کسان وژل شوي چې یوه ښځه او ۳ ماشومان دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې دا توغندی په سیمه کې دېره امنیتي ځواکونو توغولی او دوی د قربانیانو جسدونه د اعتراض په توګه د سړک پر سر ایښي او مظاهرې ته راوتلي دي.

دوی همداراز تور لګوي چې امنیتي ځواکونو پر مظاهره‌چیانو ډزې کړي او اته تنه‌یې ټپیان کړي دي.

امنیتي ځواکونو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG