د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۱۱

خامنه‌اي: د سعودي په مشرۍ ائتلاف پر ضد د حوثيانو ملاتړ ته دوام ورکوو


د ایران لوی مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي د یمن حوثي یاغیانو له ویاند محمد عبدالسلام سره د لیدنې پر مهال

د ایران لوی مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي ژمنه کړې چې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف پر ضد د یمن د حوثي یاغیانو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د سعودي په مشرۍ ائتلاف د یمن د پرځول شوي حکومت د بیا واکمنولو لپاره جګړه پیل کړې.

خامنه‌اي پرون په خپله وینا کې چې دولتي ټلوېزیون خپروله همداراز په یمن کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ښکېلو خواوو ترمنځ د خبرو غوښتنه وکړه.

د یمن په څلور کلنه جګړه کې لسګونه زره کسان وژل شوي او دا هېواد یې د لوږې او قحطۍ تر بریده رسولی دی. خامنه‌اي سعودي عربستان تورن کړ چې د یمن د تجزیې پلان لري.

ایران پلوي حوثي یاغیان د یمن پر پلازمېنه صنعا او د دې هېواد پر ډېری بې‌وزلو، خو د ډېرو وګړو لرونکو سیمو واکمن دي.

د یمن کړکېچ ته د شیعه ایران او سني عربستان ترمنځ د نیابتي جګړې په سترګه کتل کېږي.

XS
SM
MD
LG