نړۍ
هانګ کانګ کې د حکومت ضد لاریونونو دوام، "وضعیت خطرناک حد ته رسېدلی"
په داسې حال کې چې په هانګ کانګ کې د حکومت ضد لاریونونه ۱۰مه اوونۍ دوام لري، د دې سیمې مشرې کاري لام خبرداری ورکړی چې د دې سیمې وضعیت خطرناک حد ته رسېدلی دی.
د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې مېرمن لام له خلکو وغوښتل چې لاریونونه ارام کړي.
خو دې د لاریون کوونکو د غوښتنو له منلو ډډه وکړه.
په همدې حال کې د هانګ کانګ په هوایي ډګر کې فعالیتونه ورو بېرته عادي حالت غوره کوي. دا یوه ورځ وروسته له هغه چې زرګونه معترضین هوايي ډګر ته ننوتل او په نتيجه کې يې سلګونه پروازونه لغوه شول.
د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ په نښتو کې لسګونه کسان ټپیان شول.
خلکو وروسته له هغه په اعتراضونو لاس پورې کړ چې د هانګ کانګ حکومت د قانون یوه لایحه وړاندیز کړه چې له مخې بهیې مجرمین د محاکمې لپاره چین ته لېږل کېږي.
دا لایحه بالاخره لغوه اعلان شوه، خو معترضین د مستقیمو انتخاباتو، د پارلمان د منحلېدو، د پولیسو د ظلمونو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کوي او دا هم چې مېرمن لام باید له خپلې دندې استعفا وکړي.
هانګ کانګ د چین برخه دی، خو د نورو سیمو په پرتله زیاته خپلواکي لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نزار امیدي د عراق د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو
نزار امیدي د عراق د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
هغه به د پلازمینې بغداد په السلام ماڼې کې د مخکي ولسمشر عبداللطیف رشید ځان ونیسي.
امیدي د عراق په پارلمان کې د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره له مثني امین ټاکنې وګټلې.
په عراق کې د پخواني دود له مخې، د صدارعظمۍ مقام شیعه سیاستوال او د پارلمان مشري سني سیاستوال ته ورکول کیږي.
په عراق کې د ولسمشرۍ مقام تر ډیره تشریفاتي دی او کوردانو ته رسیږي.
امیدي د "کردانو د ټولنې" کانداید و او له ایران سره نژدې اړیکي پالي.
پر لبنان د اسراییلو د شنبې ورځې په بریدونو کې لس کسان وژل شوي
د لبنان پر جنوب د اسراییلو په بریدونو کې لس کسان وژل شوي او لسهاوو نور ټپیان دي.
دغه بریدونه د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) د لبنان پر دولسو سیمو شوي دي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د لبنان د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي، "په بریدونو کې د حزب الله ډلې پلویان هم وژل شوي".
د ایران له ملاتړه برخمنه د حزب الله ډله د امریکا او اسراییلو له لورې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژندل کیږي.
خو اروپايي ټولنې د دغې ډلې پوځي برخه ترهګره بولي.
اسراییلو تراوسه پر لنبان د تازه بریدونو په اړه څه ویلي نه دي.
د امریکا او ایران ترمنځ له اوربند وروسته اسراییلو پر لبنان په بریدونو کې په یوه ورځ کې ۲۵۰ کسان ووژل.
رویترز؛ د ایران مشر مجتبی خامنه ای د جګړو په لومړیو ورځو کې سخت ټپي شوی دی
د ایران مشر مجتبی خامنه ای د جګړو په لومړیو ورځو کې سخت ټپي شوی دی.
رویترز خبري اژانس د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) د ایران دننه د دریو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې خامنه ای لا هم د مخ او پښو د سختو ټپو له کبله تر درملنې لاندې دی.
رویتز د دغو سرچینو نومونه یاد کړي نه دي.
مجتبی خامنه ای پر ایران د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې د خپل پلار ایات الله علي خامنه ای له وژل کیدو وروسته د هغه ځایناستی وټاکل شو.
له دغې ۴۰ ورځینۍ جګړې وروسته لاهم د مجتبی خامنه ای کوم انځور او غږ خپور شوی نه دی.
له دې سربیره د خامنه ای د ساتنې د ځای په اړه هم دقیق معلومات په لاس کې نشته.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران ۵۶کلن نوی مشر د سختو ټپونو سربیره لا هم "ذهني وړتیا " لري او له لوړو پوړو حکومتي چارواکو سره په پریکړو کې ونډه اخلي.
د ازادې اروپا ازادي راډیو/فردا څانګه په ایران کې پر انټرنیت د بندیز له کبله نشي کولی د دغو اطلاعاتو او معلومات دقیق والی تایید کړي.
د تهران او واشنګتن ترمنځ د روغې جوړې خبرې شروع شوې
په اسلام اباد کې د امریکایي او ایراني پلاوو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې.
ایراني رسنیو د دې رسمي مذاکراتو د پیلیدو خبر ورکړ چې نن له ماسپښین وروسته د پاکستان په منځګړیتوب پیل شول.
د امریکا د پلاوي مشري د دغه هیواد مرستیال ولسمشر جي ډي ونس کوي او د ایراني پلاوي مشري د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ته سپارل شوې ده.
پاکستان خپلې جنګي جټ الوتکې او ځواکونه سعودي عربستان ته لیږلې دي
د سعودي عربستان دفاع وزارت نن تایید کړه چې د پاکستان جټ الوتکې او نور ملاتړي ځواکونه د دغه هېواد په ختیځ کې د ملک عبدالعزیز په پوځي هوايي اډه کې ځای پر ځای شوي.
د دفاع وزارت په اعلامیه کې د پوځي جټ الوتکو او ملاتړو ځواکونو د شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي.
ریاض او اسلام آباد د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې یو متقابل دفاعي تړون لاسلیک کړ.
د تړون په اساس دواړه خواوې ژمنې شوې چې پر یو بل برید ته به په دواړو هېوادونو د برید په سترګه ګوري.
دغه تړون د پاکستان او سعودي عربستان د کلونو ملګرتیا لا پسې پخه کړه.
پاکستان داسې وخت خپلې جټ الوتکې او ځواکونه په سعودي کې ځای پر ځای کړل چې په اسلام اباد کې د امریکا متحده ایالتونو او ایران د خبرو کوربه توبه کوي.
پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو سره هممهاله ایران د سعودي په شمول د سیمې په هېوادونو ډرون او توغندیز بریدونه کړي.
په فضا کې تر نن پورې تر ټولو لرې سیمې ته د ستورمزلو مزل
څلور ستورمزلي په فضا کې تر دې دمه تر ټولو لرې سیمې ته تر تګ وروسته مځکې ته ستانه شول.
دا ستور مزلي سپوږمۍ ته نژدې له لس ورځني سفر وروسته نن سهار د امریکا سان دیاګو ته نژدې په ارام سمندر کې راښکته شول.
په دغو څلورو ستورمزلو کې د یوې ښځې کرستینا کوچ تر څنګ ریډ ویسمن او ویکتور ګلوور د امریکا دي او جیرمي هینسن د کاناډا دی. دوی یو میلیون او یولک اوولس زره پنځه سوه پنځلس کیلومتره واټن وواهه او د سپوږمۍ هغه لوری یې له فضا ولید چې له مځکې نه لیدل کیږي.دا په فضا کې تر ټولو لرې سیمه ده چې تر اوسه انسان توانیدلی دی چې ورورسیږي.
ستورمزلیو شاوخوا شپږ ساعته د سپوږمۍ د نیمې پټې برخې، چې له مځکې نه لیدل کیږي، سپړنه وکړه.
دا ماموریت د امریکا د فضایي ادارې (ناسا) د بل ماموریت پيلامه ده چې ټاکل شوې ده تر دوو نورو کلونو پورې انسان سپوږمۍ ته ولیږي.
د امریکا او ایران پلاوي اسلام اباد ته رسیدلي
د امریکا د متحد ایالتونو مرستیال ولسمشر جي ډي ونس نن اسلام اباد ته ورسید. د ایران پلاوی د دغهَ هیواد د پارلمان د رییس محمد باقر قالیباف په مشرۍ تیره شپه د پاکستان پلازمینې ته رسیدلی و.
د ایران د دولتي رسنیو په وینا قالیباف وویل چې زموږ نیت ښه دی خو اعتماد او باور نه لرو.
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس بیا د جمعې په ورځ پاکستان ته تر تګ مخکې ویلي و، له ایران سره د مثبتو خبرو اترو په تمه دی، خو نوموړي په ورته وخت کې خبرداری ورکړ او څرګنده یې کړه، که چیرته تهران د تیر ایستو په فکر کې وي، نو وبه ګوري چې زموږ مرکچي پلاوي ته داسې څه د منلو نه دي.
پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو لپاره په پلازمینه اسلام اباد کې دوه ورځې عمومي رخصتي اعلان کړې ده. پاکستاني چارواکي د لویو دیپلوماتیکو پېښو لپاره تل د امنیتي دلالیلو لپاره داسې رخصتۍ اعلانوي.
د تهران او واشنګتن خبرې به د اسلام اباد په سرینا هوټل کې ترسره شي. هلته تر لس زره ډير امنیتي سرتیرې ځای پرځای شوې دي او د اپریل په اتمه لا له سرینا هوټل څخه مسافر ایستل شوې دي.
د امریکا مرستیال ولسمشر له ایران سره د مثبتو خبرو هیله څرګندوي
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس د جمعې په ورځ له ایران سره د خبرو لپاره پاکستان ته د روانېدو په مهال وویل چې له ایران سره د مثبتو خبرو هیله لري، خو په عین وخت کې یې تهران ته خبرداری ورکړ چې «موږ مه تېرباسئ».
ونس له واشنګټن څخه تر روانېدو مخکې خبریالانو ته وویل: «موږ خبرو ته لېواله یوو. زه فکر کوم دا خبرې به مثبتې وي.»
هغه زیاته کړه: «لکه څنګه چې د امریکا ولسمشر ویلي، که ایرانیان وغواړي په صداقت خبرې وکړي، موږ حتماً چمتو یوو چې د دوستۍ لاس ور وغځوو. خو که دوی وغواړي موږ تېر باسي، نو وبه ویني چې د خبرو ټیم به دا ډول چلند ونه مني.»
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ له ایران سره د دوه اوونیز اوربند له ټینګېدو وروسته خپل مرستیال له دوو ځانګړو استازو سره یوځای د خبرو لپاره استوي. دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکي وایي تر هغو چې لبنان د اوربند په هوکړه کې شامل نه شي او اسرائیل د حزبالله پر ضد خپل بریدونه بند نه کړي، دوی به له امریکا سره په خبرو کې ګډون ونه کړي.
د واشنګټن او تهران ترمنځ د سولې د ترلاسه کولو لپاره ټاکل شوې خبرې نن (شنبې) په اسلاماباد کې ترسره کېږي، او د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې دا به په «غیرمستقیم» ډول وي.
د اسراییل د پوځ او حزب الله ترمنځ د نښتو دوام
د اسرائیل د پوځ او د لبنان د حزبالله ډلې ترمنځ د جمعې په ورځ هم د ډزو تبادله روانه وه، او حزبالله اعلان وکړ چې د اشدود سمندري اډې او د اسرائیل په شمال کې پر څو نورو سیمو یې توغندويي بریدونه کړي دي.
اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې د دې بریدونو له امله یو کور ویجاړ شوی، خو ویلي یې دي چې مرګژوبله نه لري. د دې بریدونو په غبرګون کې، د اسرائیل پوځ د لبنان په جنوب کې ځینې سیمې بمباري کړې، چې د لبناني رسنیو د راپورونو له مخې لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی دی.
لبنان او اسراییل په امریکا کې خبرې کوي
په داسې حال کې چې د لبنان په جنوب کې متقابل بریدونه روان دي، ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د لبنان او اسرائیل ترمنځ په امریکا کې خبرې ترسره شي.
د لبنان د حزبالله عمومي منشي، نعیم قاسم، د جمعې په ورځ د لبنان له حکومته وغوښتل چې اسرائیل ته له «وړیا امتیاز» ورکولو ډډه وکړي.
د هغه په لیکلي پیغام کې چې د المنار تلویزیون له لارې خپور شو، راغلي: «موږ پخواني حالت ته بېرته ستنېدل نه منو.»
ایران د لبنان پر وړاندې د اسرائیل د بریدونو بندېدل د وروستي اوربند له شرطونو څخه بللي، خو امریکا او اسرائیل وایي چې دغه اوربند لبنان نه رانغاړي.