د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۱۱

ملي امنیت نن د طالبانو د ۳۵ زند انیانو د خوشې کولو خبر ورکړی


د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن د اګست په دولسمه د طالبانو د ۳۵ زندانیانو د خوشې کولو خبر ورکړی دی.

د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا څرګنده نښه ده چې د افغانستان حکومت د سولې لپاره کلک تعهد لري.

د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

دا لا نه ده څرګنده چې په خوشې شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو لوړ رتبه غړي شامل دي که د هغوی عادي وسله وال له بنده خوشې شوي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر په وینا کې ویلي وو چې د سولې د مشورتي لویې جرګې د غړو د غوښتنې پر اساس به د وسله والو طالبانو نږدې نهه سوه بندیان له زندانه خوشې کوي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG