د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۲۰

د عراقي ځواکونو یو امریکايي پوځي سلاکار په عراق کې وژل شوی


په عراق کې امریکایي ځواکونه

د امریکا دفاع وزات وايي، د عراقي ځواکونو یو امریکايي پوځي سلاکار د عراق د نینوا په ولایت کې وژل شوی دی.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي: د امریکا یو پوځي نن د عراق د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال په دې هېواد کې ومړ.

د دې امریکايي پوځي هویت تر اوسه نه دی اعلان شوی.

عراقي ځواکونو په دې وروستیو کې د داعش د وسله والې ډلې د پاتې شونو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

د عراق حکومت په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د داعش ډلې په وړاندې د جګړې بریالیتوب اعلان کړ.

د داعش تندلارې ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د عراق زیاتې برخې تر ولکې لاندې راوستې وې.

د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف د داعش پر ضد جګړه کې له عراقي ځواکونو سره مرسته کړې وه.

XS
SM
MD
LG