د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۰۰

کرسچین ساینس مانیټر: په قطر کې خبرې، په کابل کې چاودنې، طالبان څرنګه توضېح کړو؟


کرسچین ساینس مانیټر:

کرسچین ساینس مانیټر ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د سولې پر خبرو لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې چې سرلیک یې دی "په قطر کې خبرې، په کابل کې چاودنې، طالبان څرنګه توضېح کړو؟" لولو: له قطر څخه د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرونه هیله بخښونکي دي، خو دننه په افغانستان کې بیا د دې خلاف څه روان دي؟

ورځپاڼې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې د ورځې د چاودنې یادونه کړې چې په کابل ښار کې یې تر ۱۴۰ زیات کسان ووژل یا ژوبل کړل.

د افغان چارواکو په وینا، د دې برید اکثره قربانیان عام ښاریان وو او وسله والو طالبانو یې مسؤلیت په غاړه واخیست.

ورځپاڼه وايي، دا موټربم چاودنه یو لړ پوښتنې راپورته کوي چې ایا طالبان سوله غواړي او که د جنګي فعالیتونو په زیاتولو په افغانستان کې د سیمو د لاندې کولو لټه کوي؟

ورځپاڼه لیکي، ولسمشر ډونالد ټرمپ ژمنه کړې چې د افغانستان جګړه به ژر پای ته ورسوي، خو د دې جګړې د خاتمې او له طالبانو سره د سولې یوې موافقې ته د رسېدو لپاره د زلمي خلیلزاد د ۱۰ میاشتو له هلوځلو سره سم طالبانو د افغانستان په بېلابېلو برخو حملو ته زور ورکړی چې دې چارې اندېښنې زیاتې کړي دي.

دا اندېښنې بیا هم یو شمېر پوښتنې مطرح کوي چې جنګ او سوله څرنګه کېدای شي چې هم مهاله پرمخ یووړل شي او له خبرو سره په یو وخت د جنګ هدف څه دی؟

کرسچین ساینس مانیټر د بلفاست په کوینزي پوهنتون کې د افغانستان د چارو د متخصص مایکل سیمپل په قول لیکلي چې د هغه څه ترمنځ چې طالبان یې د جنګ په میدان کې کوي او هغه څه چې د دوی استازي یې د خبرو په مېز یادونه کوي، ډېر توپیر شته.

ښاغلی سیمپل وايي، د طالبانو له لوري د ناامنیو له کبله افغانان هره ورځ تشدد ویني حال دا چې د طالبانو استازي د سولې په خبرو اترو کې وايي چې د ټولو خلکو حقونو ته درناوی لري.

مایکل سیمپل کرسچین ساینس مانیټر ورځپاڼې ته همداراز ویلي چې که طالبان اوربند وکړي او د افغانستان په واک وېش کې شریک شي، کېدای شي چې د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې او تاوتریخوالي یوه حقیقي سوله ییزه حللار وموندل شي.

ایروایشیا ریفیو:

ایروایشیا ریفیو خپرونه هم د افغانستان د سولې وروستیو هلوځلو ته اشاره لري.

د دې خپرونې د لیکنې عنوان دی "امریکا له افغانستان څخه د وتلو په درشل کې"

په دې لیکنه کې لولو: د امریکا ولسمشر په وروستیو کې وویل چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کموي، ځکه چې په افغانستان کې د هغو حضور ډېر لګښت غواړي چې دا د امریکا پر اقتصاد اغېز لري.

د دې خپرونې پر اساس، له همدې کبله د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تېر کال له سپټمبر څخه له طالبانو سره د سولې یوې موافقې ته د رسېدو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

ایروایشیا ریفیو په دوام کې کښلي، سره له دې چې په ۲۰۰۱ میلادي کال د امریکا د حملو له کبله د طالبانو رژیم وپرځول شو، له هماغه وخته تراوسه پورې تر ۲۳۰۰ زیات امریکايي پوځیان په افغانستان کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي او امریکا له طالبانو سره د سولې د موافقې لټه بیل کړې ده.

XS
SM
MD
LG