د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۵۹

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې یوه ځانګړې اداره جوړه شوه


په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د څارنې یوه ځانګړې اداره جوړه شوه.

د ارګ په خبرپاڼه کې چې پرون د اګست په لسمه خپره شوې، ویل شوي چې دا اداره به د اداري فساد پر ضد مبارزه کوي، شکایتونه به اوري او د لوړرتبه حکومتي چارواکو د فعالیت څارنه به کوي.

د څار دا اداره له اداري فساد سره د مبارزې د عالي شورا غړې ده.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اداري فساد د څار ادارې د مشرۍ لپاره غزال حارث ټاکل شوې ده.

د ټرانسپېرنسي انټرنېشنل یا د شفافیت نړیوال سازمان افغانستان ته د اداري فساد د اندازې پر اساس له ۱۰۰ یوازې شپاړس نمرې ورکړي دي.

دې نړیوالې ادارې د ۲۰۱۸ میلادي کال په کلني رپوټ کې لیکلي چې د افغانستان په حکومتي ادارو کې مالي او اداري فساد دومره زیات دی چې د سولې او ثبات لپاره هڅې یې کمزورې کړي دي.

XS
SM
MD
LG