د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۵۷

چارواکي: د بلخ په شولګره ولسوالۍ کې پوځي عملیات پیل شوي


د بلخ په شولګره ولسوالۍ کې پوځي عملیات پیل شوي دي.

هلته د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي پرون د اګست په نهمه ازادي راډیو ته وویل چې په شولګره کې د تصفیوي عملیاتو دوهم پړاو پیل شوی دی.

محمد حنیف رضايي وویل چې په دوو نورو ولسوالیو کشنده او زاري کې پوځي عملیات پرون پای ته ورسېدل.

محمد حنیف رضايي وویل: د عملیاتو هدف تصفیه او تلاشي او له دښمنه د هغو سیمو پاکول دي چې ګومان کېږي چې هغوی به هلته وي.

محمد حنیف رضايي وویل چې په شولګره ولسوالۍ کې وسله وال طالبان فعالیت لري.

وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړي.

XS
SM
MD
LG