د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۳۷

ټرمپ وایي، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ډېر ښکلی لیک ور استولی


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي چې د شمالي کوریا د رژیم مشر کیم جونګ اون ډېر ښکلی لیک ور استولی او دا یې هم ویلي چې دی بیا له کیم سره کتلی شي.

سره له دې چې په وروستیو څوارلسو میاشتو کې ټرمپ او کېم درې واره سره کتلي، نړیوال د شمالي کوریا د مزائیلو ازموینو او د اټمي وسلو جوړولو قابلیت تر هر بل وخت زیاته اندېښمنه کړې ده.

ولسمشر ټرمپ نه دي ویلي چې د شمالي کوریا له مشر سره چېرته بیا کتلی شي.

هغه پرون د اګست په نهمه خبریالانو ته وویل چې د پنجنشبې په ورځ لیک چې "محتوا یې ډېره مثبته" ده، ور رسېدلی دی.

د امریکا متحدو ایالاتو د اګست په پنځمه نېټه له جنوبي کوریا سره ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل.

ولسمشر ټرمپ وویل چې کېم جونګ اون "له دې لوبې" خوشاله نه دی.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر زیاته کړه چې دی هم هېڅ کله له جنوبي کوریا سره د ګډو پوځي تمرینونو علاقمند نه و او د داسې تمرینونو لپاره د پېسو له مصرفه هم خوشاله نه دی.

شمالي کوریا د اګست په شپږمه دوه نوي مزائیل وازمویل او پر امریکا او جنوبي کوریا یې هم د ګډو پوځي تمرینونو د پیل له امله سخت انتقاد وکړ.

XS
SM
MD
LG