د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۰۰

د کابل – جلال اباد لویه لار د ماهیپر په سیمه کې بنده ده


د کابل - جلال اباد لار (ماهیپر)

د کابل – جلال اباد لویه لار له نن سهاره د ماهیپر په سیمه کې د ټرافیکو په مخ تړلې پاتې ده.

ګڼو خلکو په ټولنیزو شبکو کې د دې لارې د تړل کېدو خبرې او عکسونه خپاره کړي دي.

ویل کېږي چې په دې لویې لارې اوس وخت سلګونه موټر کتار ولاړ دي.

د لارې د تړل کېدو اصلي علت د یوه ټېلر موټر چپه کېدل یاد شوي.

افغان چارواکو په ځانګړې توګه ټرانسپورټ وزارت د دې لارې د خلاصېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا لار ټولو ختیځو ولایتونو سره د پلازمېنې کابل اصلي لار ده چې پرې د ورځې زرګونه موټر ښکته پورته کېږي.

XS
SM
MD
LG