د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۰۴

د روسیې په یوه نظامي واحد کې چاودنې ۲ تنه وژلي او ۶ ټپيان دي


د روسیې بیرغ

د روسیې دفاع وزارت وایي، په ارخان ګیلسک سیمه کې په یوه نظامي واحد کې د چاودنو په نتیجه کې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

وزارت وايي چې د پنجشنبې په ورځ د یوې کېمياوي تجربې په نتيجه کې د دستګاه انجن وچاودېدو او په دې واحد کې اور ولګېد.

ځايي چارواکو ویلي چې دا چاودنه او اور د نیونوکسا Nyonoksa سیمه کې شوي، چېرته چې د بالستيک توغندیو د واټن تجربه کولو لپاره د بحري قواوو اټمي اوبتلونه ځای پرځای دي.

خو ګاونډي ښار سیوي رودوینسک ویلي چې تر چاودنې وروسته يې د اټمي شعاوو په کچه کې موقتي زیاتوالی ثبت کړی دی.

دا په روسیه کې په درېیو ورځو کې دوهمه چاودنه ده چې په نظامي سیمه کې کېږي.

د سې شنبې په ورځ د سايبریا په سیمه کې د وسلو په ډيپو کې د چاودنو په نتيجه کې یو کس ووژل شو او اته نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG