د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۰۰

د بښنې نړیوال سازمان امریکا ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی


د امریکا د نیویارک ښار

امنسټي انټر نېشنل یا د بښنې نړیوال سازمان د امریکا متحده ایالاتو ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی دی.

دا خبرداری په امریکا کې د هغو بریدونو وروسته شوی چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

د بښنې نړیوال سازمان په اعلامیې کې له ټولو هغو کسانو چې امریکا ته سفر کوي، غوښتنه شوې چې له احتیاطه کار واخلي.

تېره اوونۍ د امریکا په کلفورنیا، تګزاس او اوهایو کې په وسله والو بریدونو کې ۳۴ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG