د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۳۲

بهرنیو ځواکونو په پروان کې پر یوه ټانکر ډزې کړي او چلوونکی یې وژلی


ارشیف

بهرنیو ځواکونو په پروان ولایت کې د تېلو پر یوه ټانکر ډزې کړي، ټانکر اور اخستی او چلوونکی یې وژل شوی دی.

د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالرقیب کوهستاني ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د بګرام ولسوالۍ په پنج قلعه کلي کې شوې ده.

د ښاغلي کوهستاني په خبره، په بګرام هوایې ډګر کې دېره بهرنیو ځواکونو هغه مهال ډزې وکړې چې د تېلو ټانکر غوښتل د دوی له کاروانه مخکې ولاړ شي او د دې ځواکونو له خوا د درېدو غوښتنې ته یې پام ونه کړ.

د غوڅ ملاتړ ماموریت تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG