د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۸

مسیر: ولې پر هغو انتخاباتو ټینګار کېږي چې د سولې له خبرو سره ټکر لري؟


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو مطالبو ترڅنګ انتخاباتو ته د طالبانو د ګواښ په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د طالبانو تر ګواښ وروسته د جمهوري ریاست انتخابات.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي انتخاباتو ته د طالبانو ګواښ په څو دلایلو جدي دی او د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات له لویې سؤالیې سره مخ شوي دي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې یو دا چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې خبرې نور له ابهام وتلي او توافق ته نږدې شوې دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر سر د توافق له اعلان سره د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوسیه سمدستي تړل کېږي ځکه چې د سولې توافق د راتلونکي لپاره نور عملي ګامونه هم لري.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې، ولې پر هغو انتخاباتو ټینګار کېږي چې د سولې له خبرو سره ټکر لري؟

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې چې د طالبانو ګواښ ته په کتو او د سولې ممکنه توافق کېدای شي، دغه انتخابات سراسري او شفاف نه‌وي.

د لیکوال په باور که تصور دا وي چې طالبان دې راشي او د ولسمشر غني تر مشرۍ لاندې حکومت کې یوه برخه واک دې واخلي، دا له یوه اړخه ناشوې ده.

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي چې انتخابات دې وځنډول شي او چې کله افغانان هوکړې ته ورسېدل، نو بیا په رښتینې معنی په ټول افغانستان کې سراسري، عادلانه او شفافو انتخاباتو ته لاره هوارېدلای شي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دې ځان ته ټکان ورکړي.

سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې په حکومت په ځانګړې توګه په امنیتي او دفاعي ارګانونو غږ کړی چې د انتخاباتو د ملي پروسې د بري او د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره دې شپه او ورځ کار وکړي.

لیکوال سپارښتنه کوي، حکومت دې هېڅ‌چا ته اجازه نه‌ورکوي چې په دې ملي پروسه کې د افغانانو د ګډون مخه ونیسي او هغوی دې وګواښي او په ټوله کې دې دا ملي پروسه ناکامه او هېواد له کرکېچ سره مخ کړي.

  • هېواد

او د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی افغانان په ګواښونو له خپلو ارادو نه په شا کېږي.

په سرمقاله کې راغلي افغانان د طالبانو ګواښ ته په کتو نه‌غواړي چې د زور له لارې پرې څوک حکومت وکړي، بلکې له یوې سوله‌ییزې او ولسواکې پروسې له لارې غواړي واک یو چا ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG