د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

واشنګټن پسټ: ښایي د طالبانو له خبرداري سره انتخاباتي مبارزې کم‌رنګه شي


ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • د بخښنې نړیوال سازمان

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په اړه د طالبانو پر خبرداري غبرګون ښودلی دی.

د دغې مؤسسې په وېب‌سایټ کې په یوه مطلب کې راغلي دي چې د طالبانو دا ګواښ د انسان ژوند ته د نه‌درناوي په معنی دی.

وړاندې راغلي دي چې طالبان یوه لور ته ادعا کوي چې د سولې خبرې مخته وړي او بل لور ته دې ډلې ګواښ کړی دی چې انتخاباتي کمپاینونه به په نښه کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، په انتخاباتي کمپاینونو کې پر ملکیانو برید جنګي جنایت دی.

طالبانو د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات وغندل او خلکو ته‌یې خبرداری ورکړ چې د انتخاباتو لپاره په غونډه کې برخه وانه‌خلي.

د دې ګواښ په اړه د افغانستان حکومت عکس‌العمل ښکاره کړ. ارګ په یوه بیان کې د دې ګواښ په ځواب کې وویل چې د انتخاباتو امنیت نیسي او د هېواد راتلونکی زعیم به د خلکو د مستقیمو رأیو له لارې وټاکل شي.

  • واشنګټن پسټ

واشنګتن پسټ هم همدا مسئله څېړلې ده.

دا ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات چې د کمزوري مدیریت له امله تر اوسه دوه ځله ځنډېدلي دي ښایي د طالبانو له دې خبرداري سره‌یې انتخاباتي مبارزې کم‌رنګه شي.

د افغانستان حکومت ټینګار کړی دی چې د ولسمشرۍ انتخابات به د تلې په شپږمه په خپل وخت وشي، خو واشنګتن پسټ لیکي چې ګڼ افغانان په دې باور دي چې ښایي بیا هم دا انتخابات وځنډېږي او اصلي علت به‌یې هم د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو د چارواکو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ وي.

دې ورځپاڼې د محمد اشرف غني په مشرۍ د انتخاباتي ډلې د مرستیال امرالله صالح پر دفتر برید ته هم اشاره کړې ده او لیکي چې پر روانو انتخاباتو لومړی برید د جولای په اخره کې وشو چې لږ تر لږه ۲۰ تنه په‌کې ووژل شول، خو د دې حملې مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

  • انادولو

د ترکیې انادولو اژانس په خپله انټرنټ پاڼه کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ د افغانستان په لوېدیځ کې د جګړې مسئلې ته اشاره کړې ده.

په دې مطلب کې راغلي دي چې د ملا عبدالمنان نیازي وسله‌والو او د ملا هبت‌الله اخندزاده په مشرۍ د وسله‌والو ترمنځ د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ جګړه وشوه.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي راډیو ته دا خبر تأیید کړ او ویې‌ویل چې په دې جګړه کې له دواړو لورو ۳۴ کسان وژل شوي دي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د انادولو په وینا د ملا هبت‌الله ډلې ادعا کړې ده چې په ګذره ولسوالۍ کې یې د افغانستان د حکومت ۳۰ ملاتړي ملېشې وژلي او د دوی مرکز یې نیولی دی.

XS
SM
MD
LG