د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

دوحه کې د اوربند پر ځای د تاوتریخوالي په کمولو د هوکړې احتمال


د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ په دوحه کې د سولې خبرو اترو یو دور.
د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ په دوحه کې د سولې خبرو اترو یو دور.

په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی پرون په نوې ډهلي کې و، په دوحه کې د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د یوې ممکنې هوکړې په تخنیکي او عملي اړخونو هم بحثونو دوام درلود.

په دوحه کې افغان ژورنالېست سمېع یوسفزی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې له نږدې څاري وايي، د دواړو لورو ترمنځ که څه هم عمومي اختلافات تر ډېره حل شوي، خو د یو ممکنه توافق یا هوکړې په عملي او تخنیکي اړخونو لا هم پېچلي بحثونه پاتې دي.

د ښاغلي یوسفزي په وینا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو دقیق او عملي مهالوېش، د افغانستان له خاورې څخه په نورو هېوادونو د بریدونو د مخنیوي په اړه په هوکړه کې د القاعده شبکې په څېر د ډلو یادول یا نه‌یادول او په افغانستان کې د عمومي اوربند پر ځای د تاوتریخوالي راکمول او څرنګوالی یې، هغه څه دي چې لا هم پرې د دواړو لورو مرکچي ټیمونه بحث کوي.

اجمل اند په دوحه کې د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا او طالبانو د روانو خبرو د وروستي وضعیت په اړه له سمېع یوسفزي سره مرکه کړې، او په سر کې یې ترې پوښتلي چې دواړه لوري په خبرو کې د پرمختګ خبره کوي، په دوحه کې خبرو اترو ته نږدې دا پرمختګونه څومره محسوس دي؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:18 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG