د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۲۷

د سولې خبرو او د افغانستان لپاره د ټرمپ د ستراتېژۍ په اړه د نشنل انټرسټ تبصره


ارشیف، یو شمېر د امریکا چاپ ورځپاڼې
  • نشنل انټرسټ

نشنل انټرسټ خپرونې د افغانستان لپاره د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ستراتېژۍ او په قطر کې روانو خبرو ته پام کړی دی.

د خپرونې په وینا، ۳۰ مياشتې مخکې چې ډونالد ټرمپ د امريکا ولسمشر شو، د خپل هېواد تر ټولو لویې جګړې ته‌یې د پای ټکی ايښودل غوښت او د دې پروګرام د عملي کولو په لټه شو.

په همدې حال کې نشنل انټرسټ د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالبانو ترمنځ په قطر کې خبرو ته اشاره کړې او لیکي چې په قطر کې د دوو موضوعاتو په اړه خبرې کېږي؛ یو دا چې له افغانستانه امریکايي ځواکونه ووځي او بل دا چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد استفاده نه‌کېږي.

خپرونې د امریکا په دفاعي چارو کې د یوه متخصص بنجیامن فرايډمن له قوله لیکلي چې د دې ضمانت په بدل کې چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندي نه استفاده کېږي، له افغانستانه له پنځو تر شپږو زرو امريکايي سرتېرو د وتلو خبره د اوربند او له افغان حکومت سره د مخامخ مذاکراتو له خبرې خوشحاله دي.

خو د ښاغلي فرايډمن په وینا، په واشنګټن کې یو شمېر کسان ښايي له افغانستانه د ټولو امریکايي سرتېرو د وتلو پر وړاندې خنډ جوړ کړي او دا به یوه تېروتنه وي.

په مقاله کې د داعش سخت دریځې ډلې تهدید ته اشاره شوې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو ته پام کېږي، خو په افغانستان کې د داعش ډلې تهدید په دې وروستیو کلونو کې زیات شوی دی.

د نشنل انټرسټ په وینا، بېره شته چې که طالبان له امریکایانو سره ډېر نېږدې کار وکړي، یو شمېر به له داعش سره یوځای شي او په دې توګه به بشپړ تهدید له‌منځه نه‌ځي.

  • دې امریکا سپکټېټر

دې امریکا سپکټېټر خپرونې هم د افغانستان د سولې د خبرو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

مقاله په دې پوښتنه پیلېږي؛ ایا موږ طالبانو ته اجازه ورکوو چې د افغانستان لویه برخه ونیسي؟

مقاله یادونه کوي چې امريکايي استازي له طالبانو سره د سولې توافق ته نېږدې شوي دي چې په نتيجه کې به‌یې امريکايي سرتېري بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او په بدل کې به طالبان له القاعده او نورو ترورېستي ډلو لاس واخلي.

د مقالې په وینا د داسې هر ډول راپور هرکلی باید وشي، خو منتقد فکر باید له لاسه ورنه‌کړو ځکه طالبانو ماتې نه‌ده خوړلې.

د مقالې په وینا دې ډلې له چین او روسیې څخه مالي مرستې تر لاسه کړي، په پاکستان کې يې پټنځایونه لرلي او په همدې حال کې يې د ایران د نیابتي ځواک په توګه فعالیت کړی دی.

مقالې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغو خبرو ته اشاره کړې چې وایي پاکستان‌يې له هېواد سره مرسته کوي چې له افغانستانه ووځي.

د مقالې په وینا ټرمپ ناسم فکر کوي چې پاکستان به له امريکا سره مرسته وکړي.

له ۲۰۰۱م کال راهيسې په افغانستان کې ۲۴۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

د مقالې په وینا په افغانستان کې ډموکراسي د دوو لاملونو له کبله نه‌شي عملي کېدای؛ یو دا چې د طالبانو د ماتولو پر ځای باید د هغوی اډيالوژي ماته شي او دوهم دا چې پاکستان په سیمه کې یوازنی هېواد نه‌دی چې له افغانستانه د وتلو په برخه کې له امریکا سره مرسته کولای شي.

د مقالې په وینا ایران او روسیه هم هغه هېوادونه دي چې مخکې يې له طالبانو سره مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG