د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۰۳

شمالي کوریا بیا دوه راکټونه وازمویل


د شمالي کوریا له لوري د راکټ ازمویل

شمالي کوریا نن سهار بیا دوه راکټونه ازمویلي دي.

ویل کېږي چې دا راکټونه د جَنوبي کوریا او امریکا متحده ایالاتو د ګډو پوځي تمرینونو په غبرګون توغول شوي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند چې نوم‌یې نه‌دی معلوم ویلي د امریکا او جَنوبي کوریا تمرینونو دوی اړ کړل چې د ملي دفاع د یوه حیاتي عنصر په توګه راکټونه جوړ او وازمويي.

د جَنوبي کوریا لوی درستیز ویلي چې د شمالي کوریا دا راکټونه د دغه هېواد له لوېدیځو ساحلونو توغول شوي او په ختیځو اوبو کې لوېدلي.

دا له هغې وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جولای په ۲۵مه د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د کوریاګانو په یوه سرحدي سیمه کې وکتل لږ تر لږه څلور وار دی چې شمالي کوریا څو غبرګې راکټي ازموینې کوي.

XS
SM
MD
LG