د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۳۰

په کندز کې د خټکیو او هندواڼو تولیدات د تېر کال په پرتله لوړ شوي


د کندز خټکي

سږ کال په کندز ولایت کې د خټکیو او هندواڼو تولیدات د تېر کال په پرتله ۱۵ فیصده لوړ شوي دي.

د کندز ولایت د سوداګرۍ خونې ویاند مسعود وحدت په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، په داسې حال کې چې د خټکیو او هندواڼو تولیدات لوړ شوي، خو د مناسب بازار نشتون هغه اندېښنه ده چې بزګران یې خپلو تولیداتو ته ناهیلي کړي دي.

ده وویل: سږ کال په کندز ولایت کې د خټکیو او هندواڼو تولیدات لوړ شوي، خو د مناسب بازار نشتون او ورسره د طبعي امراضو اغېز هغه ټکي دي چې د دې ولایت خټکي یې په سلو کې اتیا فیصده له خرابېدو سره مخ کړي او بزګران په دې برخه کې جدي اندېښنه لري.

په کندز کې د خټکیو او هندواڼو د تولیداتو د حاصل د زیاتېدو خبره داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان د کرنې وزارت وايي، سږ کال د هېواد په اکثره ولایتونو کې د زیاتو ورښتنو له امله د کرنیزو محصولاتو ګراف لوړ دی.

XS
SM
MD
LG