نړۍ
ایران وايي، یوه جنګي جټ الوتکه یې د تخنیکي ستونزې له کبله لوېدلې
ایران وايي چې یوه جنګي جټ الوتکه یې د بوشهر په جنوبي ولایت کې د تخنیکي ستونزې له کبله لوېدلې ده.
ایراني رسنیو نن وویل چې د الوتکې دوه عمله له دې پېښې روغ وتلي دي.
د بوشهر د تنګستان ولسوال وايي چې الوتکه لوېدلې خو پیلوټ او مرستیال پیلوټ یې ژوندي پاتې شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، له امریکا سره په وروستیو خبرو کې "پر عمومي موضوعاتو تمرکز شوی و"
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، په عمان کې له امریکا سره په وروستیو خبرو اترو کې "دواړه لوري جزیاتو ته داخل نه شول" بلکې د خبرو "تمرکز پر عمومي موضوعاتو و."
د دې وزارت ویاند اسماعیل بقایي د سه شنبې په ورځ د دغو خبرو د دوام د بهیر په اړه وویل چې باید منتظرشو او وګورو چې د راتلونکو اقداماتو په ترڅ کې دغه ډیپلوماټیک بهیر په څه ډول دوام مومي.
خو د امریکا مرستیال ولسمشرجي ډي ونس ویلي چې له ایران سره په خبرو کې د اعتراض کوونکو تاوتریخجنه ځپنه د خبرو یوه موضوع ده.
هغه د دوشنبې په ورځ د ارمنستان په پلازمینه ایریوان کې د دې هیواد له صدراعظم نیکول پاشینیان سره په یوه ګډه خبري غونډه کې دغه راز ټینګاروکړچې د ایران اټومي موضوع او ورته د سرو کرښو ټاکل یوازې د ولسمشرډونالډ ټرمپ کاردی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همدارنګه، امریکا ته د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د سفر او له ډونالډ ټرمپ سره یې د کتنې په درشل کې، د هغه څه په اړه چې "پر ډیپلوماسۍ ناوړه اغېز" یې وباله، خبرداری ورکړ.
ټاکل شوې چې بنیامین نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشرټرمپ سره وګوري.
د کرکټ په شل اوره نړیوال جام کې نن درې لوبې ترسره کیږي
د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړکې هالنډ نن نامیبیا ته د اوو ویکټو په توپیرماتې ورکړه. نن دغه راز پاکستان له امریکا او نیوزیلنډ له متحده عربي اماراتو سره لوبه کوي.
په دې جام کې د افغانستان دوهمه لوبه سبا چهارشنبه له جنوبي افریقا سره پلان شوې ده.
دا لوبه د کابل په وخت د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د هند د ګجرات ایالت په احمد آباد ښار کې د نریندرا مودي په لوبغالي کې پیلیږي.
په پرونیو لوبو کې، سکاټلینډ د ایټالیا په وړاندې، زمبابوې د عمان او سویلي افریقا د کاناډا په وړاندې بریا ترلاسه کړه.
افغانستان د یکشنبې په ورځ په دې سیالۍ کې خپله لومړۍ لوبه نیوزیلند ته بایللې وه.
پاکستان وایي د کرکټ په شل اوره نړیوال جام کې له هند سره لوبه کوي
پاکستان وايي چې د کرکټ ملي لوبډله به یې د کرکټ په شل اوره نړیوال جام کې له هند سره لوبه وکړي.
له دې مخکې پاکستان په دې سیالیو کې د هند له لوبډلې سره له لوبیدو ډډه کړې وه. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لوبډله به د فبرورۍ په ۱۵ د سریلانکا په پلازمینه کولمبو کې د هند له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي. د پاکستان جیو نیوز او نورو رسنیو ویلي چې دا پرمختګ د سریلانکا د ولسمشر انورا کمارا دېسانایکا او د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف ترمینځ له ټیلیفوني اړیکې وروسته شوی دی. د پاکستان د صدراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سریلانکا ولسمشر له شریف څخه هیله کړې وه چې د پاکسان لوبډله دې په سریلانکا کې له هند سره لوبه وکړي.
پاکستان تر دې وړاندې د فبرورۍ په لومړۍ نېټه اعلان کړی وو چې لوبډله به یې د ۲۰۲۶ کال په ۲۰ اووره نړيوال کرکټ جام کې له هند سره سیالي نه کوي.
د پاکستان حکومت هغه مهال د خپلې پرېکړې لپاره کوم دلیل نه وو وړاندې کړی خو د پاکستان کرکټ بورډ مخکې ویلي ول چې د بنګلادېش په ملاتړ یې دا پرېکړه کړې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا بنګلادېش د جنورۍ پر ۲۴مه تر هغې وروسته له نړیوال جامه وایست چې په هند کې یې له لوبو کولو ډډه وکړه.
د متحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د ارمنستان لیدنه کوي
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د دوشنبې په ورځ (د فبروري ۲۹مه) ارمنستان ته ورسېد.
هغه پلازمینې یریوان ته په رسیدو سره د ارمنستان له لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ولیدل.
وینس د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې څخه ترټولو لوړ پوړی چارواکی دی چې ارمنستان ته سفر کوي.
دا سفر نږدې شپږ میاشتې وروسته له هغه کیږي چې ارمنستان او اذربایجان د امریکا په منځګړیتوب د ناګورنو قره باغ سیمې په اړه د اوږدې مودې شخړې د پای ته رسولو لپاره د تړون لاسلیک وکړ.
د RFE/RL د ارمني څانګې د راپور سره سم، ارمنستان ته د امریکا د مرستیال ولسمشر سفر د اعتماد جوړونې لپاره د یریوان او باکو ترمینځ د اقتصادي اړیکو پراختیا باندې متمرکز دی.
سپینې ماڼۍ وویل چې جي ډي وینس به ارمنستان ته له خپل سفر وروسته د اذربایجان پلازمینې باکو ته ولاړ شي.
د جاپان په پارلماني ټاکنو کې د حاکم لیبرال ډموکراټ ګوند تاریخي بریا؛ دوه پر دریمه څوکۍ یې ګټلي
د جاپان د صدراعظمې سانائه تاکایچي، ګوند لیبرال ډموکراټ د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې دوه پر دریمه څوکۍ وګټلې.
دا د یاد ګوند لپاره یوه تاریخي بریا ګڼل کېږي.
لیبرال ډموکراټ او اییتلافي ملګري ګوند یې د جاپان د استازیو جرګې له ۴۶۵ څوکیو څخه ۳۲۸ وګټلې.
تاکایچي ویلي وو که په ټاکنو کې بریالۍ نه شي نو د ګوند له مشرۍ به استعفی کوي.
مګر په اوسنۍ بریا سره به د ټاکنیزو ژمنو په پوره کولو کې د هغې لپاره لار هواره شي.
تاکایچي د جاپان لومړنۍ ښځینه صدراعظمه ده.
د کرکټ د شل اوره نړیوال جام: نن درې لوبې ترسره کیږي
د ۲۰۲۶ کال کرکټ د شل اوره نړیوال جام سیالیو په ترڅ په پام کې ده چې نن دوشنبې ایټالیا له سکاټلنډ، عمان له زیمبابوې اوکاناډا له جنوبي افریقا سره مخامخ شي. په دې جام کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه پرون یکشنبې نیوزیلنډ ته وبایلله.
لوبه افغانستان پیل کړه او د ۶ لوبغاړو په زیان سره یې نیوزیلنډ ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه. نیوزیلنډ دا هدف په اتلسم اوور کې پوره کړ.
د افغانستان بله لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له جنوبي افریقا سره پلان شوې ده.
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې نرګس محمدي په څو کلونو بند او تبعید محکومه شوه
د ایران یوې محکمې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي په څو کلونو بند او تبعید محکومه کړه.
د هغې مدافع وکیل مصطفی نیلي د یکشنبې په ورځ د سلواغې په ۱۹مه اعلان وکړ چې د مشهد انقلابي محکمې نرګس محمدي په اووه نیم کاله بند، له هېواده د وتلو په بندیز او تبعید محکومه کړه.
ښاغلي نیلي پرخپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې وویل: "هغه د غونډو اوتوطیې په تور په شپږ کاله بند، د تبلیغاتي فعالیتونو په تور په یو نیم کال بند او د تکمیلي سزا په توګه دوه کاله له هېواده پر وتلو په بندیز او دوه کاله هم د خوسف ولسوالۍ ته په تبعید محکومه شوې ده."
هغه وویل چې میرمن محمدي د مشهد له امنیتي توقیف ځای څخه په ټیلیفوني تماس کې خبر ورکړ او ویې ویل چې هغه د شنبې په ورځ د مشهد د انقلابي محکمې لومړۍ څانګې ته احضارشوې وه او د محکمې له غونډې وروسته ورته دغه سزا واورول شوه.
نرګس محمدي او د بشري حقونو څو نور فعالان په تیره ډسمبرمیاشت کې په مشهد کې د وکیل او د بشري حقونو د فعال خسرو عليکردي د یادغونډې پر مهال نیول شوي وو.
نتنیاهو له ولسمشر ډونالډټرمپ سره د خبرو لپاره واشنګټن ته روان دی
ټاکل شوې چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو به د امریکا له ولسمشر ډونالډټرمپ سره د خبرو لپاره د چارشنبې په ورځ واشنګټن ته ولاړ شي.
د اسراییل د صدراعظم دفتر د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې نتنیاهو به له ایران سره د امریکا د خبرو په اړه خبرې وکړي.
د امریکا او ایران استازو د تېرې جمعې په ورځ د عمان په پلازمېنه مسقط کې مذاکرات وکړل.
ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې دا مذاکرات ډېر ښه وو، او دوام به وکړي. ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ایران د توافق په لټه کې دی خو هغه په عین حال کې ګواښ وکړ چې که توافق ونه کړي نو ناوړه عواقب به ولري.
د عمان له مذاکراتو یوه ورځ وروسته د ایران د بهرنیوچارو وزیر عباس عراقجي له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې له امریکا سره د مذاکراتو د دوام پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ خبرداری ورکړ چې د واشنګټن د برید په صورت کې به په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه شي.
افغانستان په شل اووریز نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه نیوزیلنډ ته وبایلله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په شل اووریز نړیوال جام کې نن خپله لومړۍ لوبه نیوزیلنډ ته وبایلله.
لوبه افغانستان پیل کړه او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په زیان سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې.
د نیوزیلنډ ملي لوبډلې دا هدف په اتلسم اوور کې د پنځو ویکټو په زیان پوره کړ او لوبه یې د پنځو ویکټو او ۱۳ بالونو په سپمولو سره وګټله.
د هند او سریلانکا په کوربه توب د ۲۰۲۶ کال د شل اووریز کرکټ نړیوال جام پرون (د فبروري ۷مه) پیل شو.
په دې جام کې ۱۶ هېوادونه په څلورو ګروپونو کې د مارچ تر اتمې پورې سیالي کوي. افغانستان له کاناډا، نیوزیلنډ، جنوبي افریقا او متحده عربي اماراتو سره په ډي ګروپ کې دی او دا یې لومړۍ لوبه وه.
اذربایجان ۱۴ افغان بندیان خوشې کړل
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اذربایجان جمهوریت له زندانونو څخه د ۱۴ افغان بندیانو د خوشې کیدو اعلان کړی دی.
دغه وزارت د شنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې لیکلي چې ۱۴ افغان بندیان د اذربایجان جمهوریت د مشرتابه په امر خوشې شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اذربایجان جمهوریت د دې اقدام څخه مننه څرګنده کړې خو دا یې نه دي لیکلي چې دا افغانان په کومو تورونو په اذربایجان کې بندیان وو.
د پنجشنبې په ورځ، د فبروري په شپږمه هم د بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو له زندانونو څخه د ۱۰۸ افغان بندیانو د خوشې کیدو اعلان کړی وو.
ویل شوي چې دا بندیان د متحده عربي اماراتو د ملي ورځې په مناسبت د متحده عربي اماراتو د مشرتابه لخوا خوشې شوي دي.
متحده عربي اماراتو د تېر کال په لومړیو کې هم له ۴۰ څخه ډیر افغان بندیان خوشې کړي وو.